1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او آلمان اوکراين ته دافع هوا سيسټم لېږي

۱۴۰۱ مهر ۱۹, سه‌شنبه

اوکراين به له امريکا متحده ايالاتو څخه دافع هوا سيسټم تر لاسه کړي. ولسمشر جوبايدن د دې ژمنه وکړه. آلمان هم غواړي اوکراين ته عاجل دافع هوا سيسټم وسپاري.

https://p.dw.com/p/4I204
د دافع هوا آلمانی سيسټم چي پر موټر نصب کيدلای سي
د دافع هوا آلمانی سيسټم چي پر موټر نصب کيدلای سيانځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي پر دې ټينگار کړی دی چي دمگړی يې د هيواد له پاره دافع هوا تر ټولو زيات لومړيتوب لري.

په عيني حال کي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن له زيلنسکي سره ژمنه کړې ده چي د نورو نظامي تجهيزاتو تر څنگ به »پرمختللی دافع هوا« سيسټم هم ورکړي. سپني ماڼۍ ويلي دي چي جو بايدن يادي ژمني له زيلنسکي سره د تليفوني خبرو پر وخت وکړې.
د اوکراین په کیف او نورو ښارونو کې پرله پسې چاودنو زيانونه واړول

د سپيني ماڼۍ په اعلاميه کي راغلي دي چي بايدن ژمنه وکړه چي اوکراين ته به په زياته په دفاعي ساحه کي مخ په وړاندي هم ټولي هغه مرستي ورسوي چي اوکراين ورته اړتيا لري.

په اعلاميه کي زياته سوې ده چي بايدن د روسي هوايي بريدونو له کبله د اوکراين په پلازمېنه کيف او نورو ښارونو کي د مرگژوبلي رامنځته کېدو په ترڅ کي د زيلنسکي سره غمشريکي کړې ده. امريکا متحده ايالاتو پر اوکراين د روسيې د لښکر کښۍ راهيسي اوکراين ته ۱۶،۸ ميليارده ډالره مرستي رسولي دي.
روسیه: د کریميا پله په چاودنه کې درې کسان وژل شوي

په عاجله توگه اوکراين ته د آلمان دفاعي مرسته

د آلمان د دفاع وزيري کرستينا لامبريشت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۰) وويل چي د اوکراين پر بانفوسه سميو باندي د روسي توغندويو بریدونو دا روښانه کړه چي د کيف له پاره د دافع هوا سيسټم مرسته څومره مهمه او اړينه ده.

آلمان ويلي دي چي دې ته چمتو دی چي د دافع هوا څلور عصري سيستمونه په څو ورځو کي اوکراين ته وسپاري. دا له هغه وروسته چي د کيف په شمول د اوکراين نوري سيمي د روسي توغنديو تر بريدونه لاندي راغلې.

آلمان تر مخه لا له اوکراين سره ژمنه کړې وه چي دافع هوا سيسټم به ورکړي. خو په پام کي وه چي دغه کار به د روان عيسوي کال په پای کي وکړي، خو اوس هڅه کيږي چي دغه سپارنه ژر تر ژره تر سره سي. هغه دافع هوا چي آلمان غواړي اوکراين ته يې وسپاري د يو بشپړ ښار د ساتنې وړتيا لري.

د آلمان د دفاع وزيري لامبريشت وويل چي د روسي بريدونو په تناظر کي وويل چي دې ته اړتيا سته چي پر موټرو د »آيرز ـ ټي ايس ايل ايم«  نصب سوي سيسټمونه په چټکۍ سره اوکراين ته ورسول سي. نوموړي په يوه بيانيه کي زياته کړې ده: »پر کيف  او نورو ښارونو باندي د توغنديو بريدونه ښيي چي اوکراين ته په عاجله توگه د دافع هوا نظام ورکول اړين سوی دی.«

لامبرېشت وويل چي له آلمان څلور عصري دافع هوا سيسټمونه څخه لومړی به يې په راتلونکو ورځو کي لا د اوکراين د خلکو د محافظت له پاره چمتو سي. له دې مخکي د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په جون مياشت کي د اوکراين سره ژمنه کړې وه چي ورته دافع هوا به ورکول کيږي.

د آلمان ياد دافع هوا نظام کولای سي چي د ۲۰ کلومترو په هسکوالي کي لا راتلونکي توغندۍ پيدا او شنډ کړي. د اولاف شولتڅ په وينا دغه نظام »د يو بشپړ ښار د ساتنې وړتيا لري«.
 

آ./ا.ا./ن.ز.