په کیف او نورو ښارونو کې پرله پسې چاودنو زيانونه واړول
۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبهد جرمنې د دفاع وزیري کریسټین لمبریشت وویل: جرمنې به په لمړي ځل څلور د ای ار ای ایس – ټی اس ایل ایم هوایې دفاعې سیستم داوکراین په واک کې ورکړي.
نوموړي وویل په کیف او د اوکراین په ډیرو نورو ښارونو باندي د توغندیو غورځول دا ښیې چې اوکراین هوایې دفاعې سیستم ته ترټولو ډیره اړتیا لري.
کریسټین لمبریشت زياته کړه:«د روسیې توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ملکې وګړي ترهوي.»
په همدي حال کې د جرمنې د بهرنیو چارو وزارت وایې چې په کیف کې یو لوی کور چې د جرمنې کنسلګري وه هغه د روسیې ځواکونو له لوري په بمباريو کي زيانمن شوی دی، که څه چي هلته د جګړي د پیل راهیسې دفتر نه کارول کيدلی.
پوتین د کریميا پر پله چاودنه تروریستي کړنه او د اوکراين کار وباله
د روسیې ولسمشر پوتین د خپل هیواد د امنیت شورا ته نن دوشنبې وویل چې روسيې د اوکراين د »ترهگريزو اقدماتو« په ځواب کي د اوکراين د انرژي پر بنيادي جوړښتونو ځوابي بريدونه تر سره کړل.
روسیه: د کریميا پله په چاودنه کې درې کسان وژل شوي
پوتین وویل اوکراینې خاصو ځواکونو د کیرچ پل په چاودنه کې هم په خاصه توګه لاس لري.
ده وویل چې د اوکراین د ممکنه نورو بريدونو په وړاندي به د روسيې غبرگون لا ډېر »توند« وي.
د روسیې دفاع وزات ویلی وو چې دوی د اوکراین د پوځې قوماندې مرکز او معلوماتې برخې لمنځه وړي او د دوی د انرژۍ بنيادي جوړښتونه يا زير بناوي يې په نخښه کړي دي. وزارت نور جزيات نه دي ورکړي.
د اوکراین لومړی وزیر دینس شمهال وړاندي ویلی وو چې د اوکراین کیف سره په اتو سیمو کی ۱۱ ځایونه روسې ځواکونو په نښه کړي وو چې د بریښنا ، اوبو او مخابراتې پایو په ګډون یې ګڼې عام المنفعه ځایونه زیانمن کړي دي.
لوکاشینکو: اوکراین پر سپېنه روسیه حملې ته تیاری نیسي
د اوکراین اولسمشر ویلادمیر زیلنسکی پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلې دې چې د المان صدراعظم اولاف شولز سره یې د دوشنبي په ورځ د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې د جې اوه هیوادونو د یوي بیړنۍ غونډي په کولو سره موافقه کړي ده .
د جرمنې حکومت د دوشنبې په ورځ دا بریدونه وغندل او ژمنه یې وکړه چې دوی به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او د جې اوه کنفرانس کې به د اوکراین اولسمشر د زیلینسکې د میلمه په توګه هم پدی غونډه کې په ويډيويي شکل ونډه لري.