پاکستان: په شمالي وزيرستان کې د نجونو یو ښوونځی الوځول شوی
۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبهد آلمان خبري آژانس په حواله، د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د ښوونځي ساختمان په الوځولو کې له چاودېدونکو موادو استفاده شوې ده.
د ځايي پولیسو یو افسر، محبوب خان، د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) وويل چې د ښوونځي ساختمان د شپې له خوا په بمونو الوځول شوی دی.
په پېښه کې د ښوونځي د ۷ ټولګيو څخه ۵ يې له خاورو سره خاورې شوي. د ځاني تلفاتو رپوټ نه دی ورکړل شوی. زیاته شوې ده چې په دغه ښوونځي کې چې دا مهال د دوبي رخصتیو په خاطر تړل شوی وو، شاوخوا ۲۵۵ زده کوونکي زده کړې کوي.
خان وويل پولیسو په سیمه کې د حملې په تړاو د شواهدو تر موندلو وروسته تحقیقات پيل کړي دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت شمالي وزيرستان اوږده موده د القاعده شبکې او طالبانو پورې تړلو ډلو مرکز ګڼل کېد. دغه ډلې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د پاکستان پوځ تر تعقیب او حملو لاندې دي.
په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان پر یو پوځي ډوله ښوونځي حمله کې شاوخوا ۱۵۰ ماشومان ووژل شول. وروستۍ پېښې يو ځل بيا په سیمه کې د نجونو د تعلیم په برخه کې امنيتي اندېښنې ډېري کړي دي.
(dpa)mks/nz
له آرشیف څخه: