يونان ته په سلګونو مهاجر رسېدلي دي
۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبهڅه باندي ۲۳۹ کډوال د سې شنبې او چهار شنبې په شپه د اژې او مدیترانې بحیرې له ټاپوګانو سره نږدې د ساحلي ساتونکو لاس ته لویدلې او یا هم تیریدونکو کښتیو ژغورلي دي.
له دغو کډوالو څخه ۹۰ ېې د پلوپونز ټاپو په جنوب کې ژغورل شوي او خوندي سیمې ته لیږدول شوي دي. دې کډوالو وار له مخې د بیړني حالات سیګنال لیږلی وو.
د یونان ساحلي ګارد د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کریت په سویلي ټاپو کې یې ۲۲ کډوال موندلي دي. نور ۱۲۷ کسان د سیمي او لیسبوس ټاپو ته نږدې ساحلي ساتونکو نيولي دي.
د یونان راډیو ټلویزیون د دغه هېواد د ساحلي ساتونکوله قوله راپور ورکړی، چې ظاهراً دغو ټولو کډوالو له ترکیې څخه خپل سمندري سفر پیل کړی وو.
په عین حال کې، په ختیځ ټاپوګانو کې د راجستریشن کمپونه د نويو راغلو کډوالو د ډیر شمیر له امله په بشپړ ډول ډک شوې.
د یونان د کډوالو وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د اکټوبر مياشتي پر لومړۍ نیټه ۱۴۹۸۳ کډوال د لیسبوس، خیوس، لیروس او کاس ټاپوګانو ته رسیدلي خو بل پلو یاد کمپونه یوازي د ۱۳۵۸۶ کسانو د اوسیدو ظرفیت لري.
د ۲۰۲۳م کال د جنوري مياشتي پر لومړۍ نېټه په دغو کمپونو کې ۴۴۰۰ کډوال اوسېدل.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم د پناه غوښتونکومخ په زیاتیدونکي شمیر خبر ورکړی دی. د روان کال د اکټوبر مياشتي تر لومړۍ نیټې پورې ۳۰۸۲۰ کسان له ترکیې څخه یونان ته د ځمکې یا سمندر له لارې رسیدلي دي.
په ټولیز ډول تېر کال شاوخوا ۱۸۷۰۰ کسان په ناقانونه توګه دې هېواد ته داخل شوي دی. د یونان سرحدي ځواکونه په دې باور دي چې ښايي دغیر راجستر شویو کډوالوشمیر تر دې هم زیات وي.