یونان له ترکیې سره پر پوله د ۱۴۵ کډوالو د ژغورنې خبر ورکړی
۱۴۰۲ تیر ۲, جمعهد یونان خبري اژانس «ای این ای» د پنجشنبې په ورځ د سره صلیب په حواله رپوټ ورکړی دی چې د ژغورل شویو کډوالو روغتیايي حالت ښه دی.
د دغه رپوټ په حواله، په ژغورل شویو کډوالو کې ۴۵ مېرمنې او ۳۰ ماشومان هم شامل دي؛ خو تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې ژغورل شوي کډوال د کوم هيواد اوسېدونکي دي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د یونان پولیسو ویلي دي چې دغو کډوالو د قاچاچیانو په همکارۍ له ترکیې حرکت کړی و، چې وروسته د ماریتسا د اوبو په یوې جزیرې کې پرېښودل شوي. دغه سیند د یونان او ترکیې تر منځ پوله جوړوي.
د يونان ساحلي پوليسو د ژغورنې پراخ عمليات پيل کړي
د یونان د پوله ساتو ځواکونو مشر پانایوتیس هارلاس د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «دا لومړی ځل نه دی چې کډوال د قاچاقبرو له لوري یونان ته لېږدول کېږي.»
تېرو کلونو کې زرګونه کډوال د ځمکې او سمندر له لارې له ترکیې یونان ته تللي. دا کډوال تر ډېره د افغانستان، پاکستان او سوریې اوسېدونکي دي.