1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

ولې مودي تر روسیې وروسته اوکراین ته ولاړ؟

۱۴۰۳ شهریور ۳, شنبه

په داسې حال کې چې هندوستان له مسکو سره نژدې اړيکې ساتلي، مودي له مسکو وروسته کیف ته سفر کړی دی. د مودي دغه سفر ته اوکراین او د هغه غربي متحدینو تر منځ د بلانس ساتلو د یو ديپلوماتيک اقدام په توګه کتل کيږي.

https://p.dw.com/p/4jsCd
دا د تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو په جریان کې اوکراین ته د یو هندي رهبر لومړنی سفر دی.
دا د تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو په جریان کې اوکراین ته د یو هندي رهبر لومړنی سفر دی.انځور: Indian Prime Minister’s office/AP/picture alliance

د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۲۳مه) کیف ته ورسيد او د اوکراین د خپلواکۍ ورځې په درشل کې ېې له ولسمشر ولادیمیر زیلنسیکی سره ولیدل. مودي په داسې وخت کې کیف ته سفر کوی چې شاوخو یوه میاشت مخکې ېې مسکو ته سفر درلود او له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره ېې کتلي وو.

دا ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل وروسته دغه هېواد ته د مودي لومړنی سفر او دغه راز د تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو په جریان کې د یو هندي رهبر لومړنی سفر هم دی.په هند او اوکراین کې چارواکي وايي چې د دواړو رهبرانو خبرې د اقتصادي اړيکو پر تقوېې او په دفاعي او تکنالوژي برخو کې د همکاريو پر ډېرېدو متمرکزې وي.

هند، د کیف او د هغه د غربی متحدینو د نیوکو سربېره، پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل وروسته، مسکو سره خپلې اړيکې جاري ساتلي دي.په داسې حال کې چې مودي د اوکراین په شخړه کې پر سوله ټينګار کوي، خو تر څنګ ېې کريملین په مستقیمه توګه د جګړې د عامل په توګه پېژندلو څخه هم ډډه کړې ده.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

دا خبره په جولای کې روسیې ته د مودي د سفر په جریان کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین  سره د کتنې پر مهال هم څرګنده شوه، هغه سفر چې د اوکرایني ماشومانو پر یو روغتون د روسيې د یو مرګوني برید سره په یو وخت کې وو.هغه وخت د هندوستان صدراعظم په پوره احتیاط سره خپل نظر بیان کړ: «کله چې بې ګناه ماشومان وژل کیږي، له زړه ويني څاڅي او دا درد ډېر وحشتناک دی.»کیف ته تر رسېدو مخکې مودي ويلي وو چې هغه په ليوالتیا سره «په اوکراین کې د روانې شخړې د سولیز حل لپاره» بحث ته انتظار باسي.

شنونکي وايي اوکراین ته د نریندرا مودي سفر د هند له پاره د تعادل ساتلو یو اقدام دی.
شنونکي وايي اوکراین ته د نریندرا مودي سفر د هند له پاره د تعادل ساتلو یو اقدام دی.انځور: Gleb Garanich/REUTERS

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تنمایا لال، د دوشنبې په ورځ په یوه لنډه خبري غونډه کې وويل چې «هندوستان له دواړو هېوادونو روسيې او اوکراین سره پر ځان بسیا او خپلواکې اړيکې لري او دغه شراکتونه په خپل ولاړی پاته دی.» زيلنسکي مسکو ته د مودي پر سفر چې په ترڅ کې ېې هغه له پوتین سره د غېږ ورکولو انځورنه اخیستي ول کلکې نېوکې کړې وې.زيلنسکي ويلي وو: «دا یوه لويه مایوسی او د سولې پر هڅو یو ورانوونکی ګوزار دی کله چې د نړۍ د دیموکراسۍ د تر ټولو ستر هیواد رهبر په داسې یوه ورځ په مسکو کې د نړۍ تر ټولو خونړي مجرم سره ګوري.»

هند د سولې مذاکرات غواړي

شنونکي وايي اوکراین ته د نریندرا مودي سفر د هند له پاره د تعادل ساتلو یو اقدام دی او په عین وخت کې نوي ډيلي ته د سولې پر مذاکراتو د غږيدو فرصت هم په لاس ورکوي.خو د هندوستان ديپلوماسي باید په دې برخه کې یو ستونزمن سیاسي تعادل حفظ کړي. د دغو مناسباتو په تړاو د ګيټ هاوس د افکارو په مرکز کې د هندوستان پخواني استازي، راجیف بهاتي دویچه ويله ته وويل: «روسیه د هندوستان یو اوږدمهاله متحد دی او اوکراین هم له هندوستان سره دوستانه اړيکي درلودلي دي.
د دې تنظیمول به یو سخت کار وي، په ځانګړې توګه د دې له پاره هم چې اوکراین له غرب څخه چې هندوستان هم ورسره ښې اړيکي لري، قوي ملاتړ ترلاسه کوي.»هغه زیاته کړه چې «هندوستان غواړي له روسيې سره خپلې پراخې اړيکي حفظ کړي» او نوی ډيلی دې ته کومه اندېښنه نه لري چې د کیف سفر به د هند او روسيې تر منځ اړيکې له خطر سره مخ کړي.

هندوستان او روسيه وار د مخه په خپلو کې ډېرې ژورې پوځي، تجارتي او ديپلوماتيکي اړېکې چلوي.هندوستان خپل د اړتیا وړ ۴۰ سلنه نفتي مواد او ۶۰ سلنه پوځي تسلیحات له روسيې رانیسي، همدارنګه ورڅخه د پام وړ په اندازه سکاره، کیمياوي سره، نباتي غوړي او قیمتي فلزات واردوی. له بل لوري غرب دا هم نه غواړي چې هندوستان دې پر مسکو خپل نفوذ له لاسه ورکړي، څرنګه چې هندوستان د چین او روسيې تر منځ د تعادل ساتلو په برخه کې یو بهتره عمل کولی شي. 
د آشوک پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیال پروفیسور، امیت جولکا، دویچه ويله ته وويل: «هندوستان به هڅه وکړي چې ځان یو سوله جوړونکي وښيي او دغه راز په بشري مرستو کې دخيل شي.»

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې نوی ډيلی به په کیف کې د سولې د کوم پلان وړاندې نه کړي، خو هندوستان د سولې له مذاکراتو ملاتړ کولو ته چمتو دی.ویل کيږې چې د هندوستان د صدراعظم نريندرا مودي د کیف سفر په اجندا کې ډېر موارد دي چې هغه به پرې په احتمال د اوکراین له ولسمشر، ولاديمیز زيلنسکي سره پرې بحثونه وکړي. پخواني سیاستوال بهاتیا وايي: «د اقتصادي او دفاعي همکاريو موضوع او دغه راز تر جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې موضوع» به له هغو مواردو چې کیف به پرې له بحث ولري.بهاتیا وايي مودي به هم ښايي له زيلنسکي څخه د جګړې د پيل پر وخت د هندي محصلانو د تخلیې په خاطر له هغه مننه وکړي.

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟