هند: د اورګاډي د ټکر لامل د کریکټ لوبې ننداره وه
۱۴۰۲ اسفند ۱۴, دوشنبهد هندوستان د اورګاډو وزير، اشواني وایشناو، د دوشنبې په ورځ وويل چې «په اندرا پردیش کې وروستۍ پېښه په دې دليل رامنځ ته شوې وه چې د اورګاډي اصلي چلوونکي او همکار یې پر ټيلفون د کرکيټ لوبه کتله.»
وزير زیاته کړه: «اوسمهال موږ د داسې یو سیستم د نصبولو په حال کې یو چې کولی شي دا ډول هره فکري بې نظمي تشخیص کړي او د دې ډاډمنتیا رامنځ کوي چې د اورګاډي اصلي چلوونکی او همکار ېې د اورګاډي پر چلونې پوره تمرکز لري.»
د اورګاډي دغه ټکر تېر اکتوبر د هندوستان په اندرا پردیش ایالت کې هغه مهال شوی وو چې هندوستان د کریکټ ۵۰ اوریز نړېوال جام سیالیو کوربه وو. په دغه ورځ هندوستان له انګلستان سره لوبه ډیره مهمه لوبه لرله.
هندوستان کې د کریکټ نړېوال جام سیالیو پر مهال د دغې لوبه په میلیونو سرسخت مينه وال د لوبو حال چې په ژوندۍ بڼه خپريږي، څاري.
د هندوستان ټایم د رپوټ مطابق، تېره میاشت د اورګاډي د یو ستیشن مشر او درې نور کارکوونکي ېې وروسته له هغې له دندو ګوښه کړل چې یو باروړونکي اورګاډي له چلوونکي پرته ۷۰ کیلومتره مزل کړی وو.
هندوستان کې د اورګاډو د ټکر پېښې کومه نوې خبره نه ده. د ۲۰۲۳م کال په جون کې د دغه هېواد په اودیشا ایالت کې درو اورګاډو ټکر وکړ چې په کې نژدې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
(FPA)mks/nz
له آرشیف څخه: