هند: په يوه تونل کې بند پاتې ۴۱ کارګر راویستل شول
۱۴۰۲ آذر ۷, سهشنبهد هندوستان د اوتاراکند ایالت چېرته چې دغه پېښه شوې، يو لوړ پوړي چارواکي پوشکار سینګ دهامي وويل چې تر اوسه ۸ کارګر رايستل شوي دي.
اسوشتيد پریس په یو تازه رپوټ کې د هندوستان د ترانسپورت وزارت له قوله ليکلي دي چې ټول ۴۱ بندپاتې شوې کارګر له تونله رايستل شوي دي.
دهامي وويل چې هر کارګر به تر رايستلو وروسته د تونل په منځ کې جوړ شوي موقت روغتيايي کمپ ته د ابتدايي معایناتو له پاره انتقال کړل شي. دغه تونل ۱۳متره سور لري.
د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، کله چې لومړنی کارګر راوايستل شو، چارواکي دهامي ورته د ګلانو په ورکولو غيږ ورکړه په داسې حال کې چې چارواکو او ژغورونکو د خوشاليو چغې وهلې.
۴۱ کارګر د هندوستان د اوتاراکند ایالت کې په دغه څه باندې څلورنيم کيلومتره اوږد تونل کې د نومبر مياشتې له ۲ راهیسې بند پاتې ول چې د ژغورنې عملیات ېې د ټول هېواد په کچه توجه ځان ته راجلب کړې وه.
پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د تونل له دخولي دروازې شاوخوا ۲۰۰ متره دننه ځمکه ښوېدنه رامنځ ته شوه. د کارګرانو د ژوندي پاتې کېدلو له پاره د پايپ له لارې خواړه او آکسيجن استول کېده.
mks/nz(AP)