ناټو په ختیځ کې د نورو اډو جوړولو پلان لري
۱۳۹۴ شهریور ۲۸, شنبهد ناټو يوه وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د ناټو پوځي تړون په پام کې لري چې په هنگري او سلواکیا کې خپلې سیمه ییزي قرارگاوي جوړي کړي. ټاکل شوې ده چې دغه طرحه به د اکتوبر میاشتې پر ۸ نېټه په بروکسل کې د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تصویب شي.
له روسیې سره د کړکیچنو اړیکو په پام کې نیولو سره ناټو په دې وروستیو میاشتو کې خپل قدرت ښيي. همدا د راوان کال له پیل راهیسې دغه سازمان په استونیا، لیتوانیا،لاتویا، پولینډ، بلغاریا او رومانیا کې د شپږو قرارگاو جوړول تصویب کړي دي. دغه قرارگاوي به په سپتمبر میاشت کې په رسمي ډول خپل فعالیتونه پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې دغه مرکزونه به د ۲۰۱۶م کال تر جولای میاشتي پوري په بشپړ ډول د ماموریت ترسره کولو له پاره چمتو شي. په دغو شپږو مرکزونو کې ۴۰ تنه افسران گومارل شوې دي، څو پوځي مانورونه او د ناټو د چټک غبرگون د نوو قطعاتو ماموریت هم غږی کړي. آلمان هم دغو نوو مرکزونو ته عسکر استولي دي.
د مسکو په مقابل کې حفاظت
د نورو تر څنگ دغه قرارگاوي دنده لري چې د چټک غبرگون ځواکونو د قوماندې د مرکز په توگه تمرینات هم غږي کړي. د ناټو دغه عمل ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مقابل کې د یو ښکاره سگنال په سترگه کتل کیږي.
ناټو پر پوتین تور لگوي چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې پلوه بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او له روسیې سره یې په غیر قانوني توگه د کریمیا ټاپو د یوځای کیدو ملاتړ کړی دی.
د ناټو غړي هیوادونه په ځانگړې توگه لتوانیا، په خپله خاوره کې د کرملین د نفوذ د ډیریدو ویره لري. تمه کیږي چې د ناټو عمومي منشي ينس شتولتنبرگ، به د راتلونکي دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د سیاسي خبرو اترو له پاره اوکراین ته سفر وکړي. په کیف کې لویدیځ پلوه رهبري د ناټو له سازمان سره د یوځای کیدو په هڅه کې ده.
خو په دغه هیواد کې خراب سیاسي وضعیت او د اصلاحاتو په برخه کې نیمگړتیاوي په اوس وخت کې د ناټو په سازمان کې د دغه هیواد د غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې مهم خنډونه بلل کیږي. روسیه د ناټو په سازمان کې د اوکراین پر احتمالي غړیتوب نیوکه کوي، ځکه روسیه دا کار خپل امنیت ته خطر بولي.