امريکا اروپا ته جنگي جټ الوتکي لېږي
۱۳۹۴ شهریور ۳, سهشنبهدا د امريکا تر ټولو گراني او پرمختللي جنگي جټ الوتکي دي. امريکا په لومړي وار دغه الوتکي په عراق او سوريه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزه کي وکارولې.
دغه الوتکي ډېر پرمختللی تنخيک او وسلې لري او کولای سي د دښمن له راداره پټي تيري سي، يعنی رادار ئې کشفولای نه سي.
د ناټو د ختيځو غړو هيوادونو د ملاتړ ستراتيژي
اوس په پلان کي ده چي دغه پرمختللي الوتکي اروپا ته ولېږل سي. د امريکا د هوايي ځواک يوه چارواکي ديبورا لي جيمس، ويلي دي چي دا د اروپا په ختيځ کي د ناټو د غړو هيوادونو د ملاتړ د ستراتيژۍ يوه برخه ده.
هغه ويلي دي: «موږ او زموږ اروپايي متحدانو ته په اوکراين کي د روسيې پوځي فعالیتونه د ستري اندېښنې سبب گرځېدلي.»
جيمس زياته کړې ده چي پر دې سربيره به امريکايي پيلوټان په اروپا کي د پوځي مانورو پرمهال تجريبې راټولي کړي. خو هغه د الوتکو د شمېر او دا چي په اروپا کي به کله او چيري ځای پر ځای سي په اړه څه نه وويل.
۱۸۰ جټ الوتکي
د اروپا په ختيځ کي د ناټو غړي هيوادونه، لکه پولنډ يا بالتيک هيوادونه استونيا، ليتوانيا او لاتويا د روسيې له خوا ځان له گواښ سره مخامخ گڼي. روسيې د ۲۰۱۴م کال په مارچ مياشت کي د اوکراين کريميا نيمه ټاپو خپله خاوره وگرځوله او له هغه راهيسي د اوکراين په سرحد کي روسي ځواکونه فعال دي.
ځيني لوېديځ هيوادونو پر مسکو تور لگوي چي د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو روسيه دغه تورونه نه مني.
د امریکا هوايي ځواک په ټوليزه توگه ۱۸۰ F-22 ډوله جنگي الوتکي لري. دغه الوتکي چي «رپتر» نوميږي له ۲۰۰۵م کال راهيسي د پوځ په واک کي ورکړل سوي دي.