1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتهندوستان

مودي له روهيت شرما ستاينه کړې

۱۴۰۳ تیر ۱۰, یکشنبه

د شل اوریز نړېوال جام په پایلوبه کې د هندوستان له بريا وروسته د هند صدراعظم نن سهار له کپټان روهیت شرما سره پر ټيلفون خبرې کړي او هغه ېې ستایلی دی. روهیت شرما او ویرات کهولي تر دغې لوبې وروسته استعفاوې کړي.

https://p.dw.com/p/4hgc6
Indien Mumbai 2024 | Premierminister Narendra Modi bei Wahlkampfveranstaltung
انځور: Punit Paranjpe/AFP/Getty Images

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي نن سهار پر خپلې فېسبوک پاڼې د هندوستان د کریکټ ملي ټيم کپټان روهیت شرما یو انځور خپور کړی او ورڅخه ېې ستاینه کړې. مودي لیکلي: «ته یو برتره شخصیت ېې. ستا یرغلیز طرز تفکر، توپوهنه او لوبډلمشري د هندوستان ټيم ته یو نوی بُعد ورکړ.»

مودي همدارنګه له ویرات کوهلي هم مننه کړې او ويلي دي چې هغه «د لوبو په ټولو فارمتونو کې ښه ځلېدلی دی.» مودي دواړو سره د خبرو کولو د مهال انځورونه خپاره کړي دي.

مودي زیاته کړې چې د روهیت شرما د شل اوریزو لوبو کریکټر یاد به په ډېره مينه ژوندی پاتی وي. د رپوټونو مطابق مودي د هندوستان د بل وتلي لوبغاړي ویرات کوهلي څخه هم ستاینه کړې ده. مودي ويلي چې خوښ دی نن سهار وختي د هندوستان د کريکټ ټيم سره خبرې کړي دي.

هند تېره شپه (د ۲۰۲۴م کال د جون ۲۹مه) د کریکټ شل اوریز نړېوال جام په پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخ شو او د ۷ منډو په توپير ېې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او اتلولي ېې خپله کړه.

هندي لوبغاړی ويرات کهولي
هندي لوبغاړی ويرات کهوليانځور: ADNAN ABIDI/REUTERS

هندوستان په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې او جنوبي افریقا په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

کوهلي په دغه لوبه کې په ۵۹ توپونو ۷۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. هغه تر دغه اعلان وروسته په خپلو خبرو کې له شل اوریزو نړيوالو لوبو خپله استعفا هم اعلان کړه.

کوهلي وويل چې دا ېې وروستۍ نړېواله شل اوریزه لوبه وه: «یوه ورځ ته احساس کوئ چې ښې منډې نه شې کولئ، خو کله هر څه ښه وي.» کهولي زیاته: «زه ډېر ویاړ کوم چې په یوه مهمه ورځ کې مې ټيم ته منډې جوړې کړې.»

تر کوهلي وروسته کپټان روهیت شرما هم په خبري کنفرانس کې له شل اوریزو نړيوالو لوبو خپله استعفا اعلان کړه.

هندي لوبغاړی روهیت شرما
هندي لوبغاړی روهیت شرماانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

شرما وويل: «دا زما وروستۍ لوبه هم وه. له دې فارمت څخه د خدای په امانۍ کولو له پاره تر دې بل ښه وخت نشته.» هغه وويل: «دا هغه څه دي چې ما ېې هيله درلوده. ما غوښتل چې جام وګټو او له تاسو مننه وکړم.»

مودي د یکشنبې په ورځ په یوه ويډيويي پيغام کې د هندوستان ټيم د اتلولۍ مبارکۍ په ويلو وويل: «تاسو په ډګر کې نړیوال جام وګاټه، خو د هندوستان په هر کلي کې مو د خلکو زړونه وګټل.»

مودي د شرما او کوهلي په هکله ويلي دي: «شل اوریز کرکيټ به تاسو پسې خپه شي، خو زه ډاډه یم چې تاسو به نوي نسل لوبغاړو ته انګیزه ورکول جاري ساتئ.»

هندوستان تر یوولس کلونو انتظار وروسته وتوانید چې خپلې د نړېوال جام ګټلو هېلې ته ورسيږي. 

(AP)mks/aa

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل