کریکټ: ایرلنډ په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۲, شنبهله ۲۰۰۹م کال راهیسې ایرلنډ وکولی شول په لومړي ځل په یوه شل اوریزه لوبه کې د پاکستانلوبډلې ته ماتې ورکړي. د دریو شل اوریزو لوبو د دغه سیریز په لومړۍ لوبه کې پاکستان ایرلنډ ته د شپږ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۲ منډې هدف وټاکه چې د ایرلنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړه. ایرلنډ په دې ترتیب وکولی شول په لومړي ځل پاکستان ته د کریکټ په یوه شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړي.
ایرلنډ د پاکستان پر وړاندې په دغه لوبه کې ښکلې توپ اچونه او ښه ډګر ساتنه وکړه. دغه سیالۍ چې د ایرلنډ په کوربتوب کیږي، دوهمه لوبه یې سبا د یکشنبې په ورځ پلان شوې ده. د ایرلنډ کریګ یونګ یوازې د ۲۷ منډو په ورکولو سره د پاکستان دوه تکړه لوبغاړي، بابر اعظم او اعظم خان له ډګره بهر کړل. د پاکستان له پاره بابر اعظم په ۴۳ توپونو ۵۷ منډې او د پاکستان د سر لوبغاړي صایم ایوب بیا په ۲۹ توپونو ۴۵ منډې وکړې. افتخار احمد په وروستي اوور کې د ۱۷ منډو په ګډون ټولټال ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او په دې ترتیب پاکستان ایرلنډ ته ښه هدف وټاکه.
د ایرلنډ له لوري اوپنر انډي بالبیرني په ۵۵ توپونو د ۱۰ څلوریزو په مرسته ۷۷ منډې جوړې کړې. کله چې بالبیرني په ۱۹م اوور کې د شاهین شاه افریدي په توپ وسوځید، ایرلینډ په اتو بالونو ۱۶ نورو منډو ته اړتیا درلوده. ایرلنډي لوبغاړي کامپر په اوو توپونو ۱۵ منډې وکړې او په دې ترتیب سره ایرلنډ خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله. د دریو شل اوریزو لوبو دویمه لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ده.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.