1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

م.م: طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی

۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې طالبانو د پولیو یا ګوزن ضد کمپاین ځنډولی دی. افغانستان د نړۍ له هغو محدودو هیوادونو دی چې لا هم پکې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پیښې ثبتیږي.

https://p.dw.com/p/4kfYn
طالبانو د پولیو د واکسین د لغو کولو له پاره ملګرو ملتونو ته کوم دلیل نه دی وړاندې کړی
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې طالبانو د پولیو یا ګوزن ضد کمپاین لغو اعلان کړی دیانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۱۶) خبر ورکړی دی چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو یا ګوزن واکسین راتلونکی کمپاین ځنډولی دی. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې له محدود هیوادونو څخه دي چې پکې د پولیو یا ماشومانو د فلج مثبتې پیښې ثبتیږي.

ټاکل شوې وه چې په روانه سپتمبر مياشت کې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد سراسري واکسین کمپاین پیل شي. ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې طالبانو د کمپاین تر پیل وړاندې دوی ته د دغه کمپاین د ځنډولو خبر ورکړی دی.

طالبانو ملګرو ملتونو ته د دغه اقدام د دلیل په هکله څه نه دي ویلي او په دې هکله د طالبانو چارواکي هم تبصرې ته حاضر شوي نه دي.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم د پولیو مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې وخت نا وخته پکې د پولیو د کمپاین تطبیقوونکي د وسله والو کسانو تر بریدونو لاندې راځي. په دغه هیواد کې د پولیو واکسیناتوران چې پولیس یې امنیت خوندي کوي، څو ځله په وسله والو بریدونو کې وژل شوي.  د دغو وسله والو په باور د پولیو واکسین د غرب داسې دسیسه ده چې له کبله یې مسلمانان شنډ کیږي.

Ag/k.h,nz

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب