1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

اسلام آباد: تر ۱۶ کلونو وروسته د پولیو لومړۍ مثبته پیښه

۱۴۰۳ شهریور ۱۷, شنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې په پلازمینه اسلام آباد کې تر ۱۶ کلونو وروسته د ګوزڼ یا پولیو لومړۍ پیښه یې ثبت کړې ده. د پاکستاني چارواکو په خبره دوی راتلونکي اونۍ د پولیو د واکسین یو بیړنی پروګرام پیلوي.

https://p.dw.com/p/4kONF
په پاکستان کې د کلونو راهیسې د پولیو مثبتې پیښې ثبتیږي خو په اسلام آباد کې دا په ۱۶ کلونو کې لومړۍ د ګوزڼ مثبته پیښه ده.
پاکستاني چارواکي وايي چې په پلازمینه اسلام آباد کې تر ۱۶ کلونو وروسته د ګوزڼ یا پولیو لومړۍ پیښه یې ثبت کړې ده.انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

پاکستاني چارواکو ویلي چې په پلازمینه اسلام آباد کې تر ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یا ګوزڼ  لومړۍ پیښه یې ثبت کړې او غواړي راتلونکي اونۍ د پولیو د واکسین یو بیړني پروګرام پیل کړي. د پاکستان په نورو برخو کې تر دې وړاندې هم د پولیو یا ماشومانو د فلج مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

په اسلام آباد کې د پولیو سره مبارزې څانګې مشرې عایشه رضا وايي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو د ټولو مثبتو شمیر ۱۷ ته رسیږي او زیاتوي چې د دوشنبې ورځې څخه د پولیو د بیړنې پروګرام په چوکاټ کې به له ۳۳ میلیونه ډیر ماشومان واکسین شي.

د پولیو سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان ملي همغږي کوونکي انور الحق ویلي چې د اسلام آباد په یوه سیمه کې یو ۸ کلن ماشوم د پولیو نتیجه مثبته راغلې ده.

په پاکستان کې د بلوچستان ایالت چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، د پولیو د ډیرو مثبتو پیښو شاهد ایالت دی. د پاکستان د ملي احصایو له مخې په دغه ایالت کې سږ کال د پولیو یا ګوزڼ ۱۲ نوې پیښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو او بیل ګیټس بنسټ په ګډه سره د پولیو د لمنځه وړلو له پاره هڅې کوي. په پاکستان کې د ۲۰۱۹م کال په ترڅ کې د پولیو تر ټولو ډیرې مثبت پیښې ثبت شوې وې چې شمیر یې ۱۴۷ مثبتو پیښو ته رسیدو خو په وروستیو شپږو کلونو کې دغه شمیر کال په کال د کمیدو په حال کې وو.

په پاکستان کې وخت نا وخت د پولیو یا ماشومانو د فلج کیدو د مخنیوي له پاره د واکسین کمپاینونه په لاره اچول کیږي، داسې پروګرام چې څو ځله د وسلوالو بریدونو هدف هم ګرځیدلی دی. په پاکستان کې یو شمیر وسلوالو او مذهبي څیرې، د پولیو واکسین ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې دغه واکسین د غرب له لوري یوه داسې دسیسه ده څو مسلمانان پرې شنډ کړي.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل