ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوې
۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سهشنبهد یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو په شمیر کي څو سوه زره نور کسان هم ور زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې وویل چې د اړمنو کسانو ټولټال شمېر د جنورۍ په میاشت کې ۲۸،۳ میلیونه کسان وه خو اوس دا شمیر ۲۸،۸ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.
په ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز په دغه هېواد کې کړکېچ نور هم زیات کړی دی.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو لپاره خپله پلان شوې بودیجه له ۴،۶ میلیارد ډالرو څخه ۳،۲ میلیارد ډالرو ته راټیټه کړه. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې د طالبانو لخوا د لګول شویو بندیزونو له امله د خپل کار» عملیاتي شرایط بدلوي«.
چین له اړمنو افغانانو سره دوه ميلیونه ډالره مرسته وکړه
د یاد سازمان د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د ناوړه وضعیت لرونکي بشري ناورین سره مخامخ هیواد دی.
د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې کله چې طالبانو پر یاد بې وزله او بې ثباته هېواد واک ترلاسه کړ، د دویم ځل لپاره ېې سخت قوانین وضعه او په سیستماتیک ډول یې پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو له امله پراخ محدودیتونه او فشارونه وضع کړل.
تر اوسه ملګرو ملتونو او هیڅ کوم بل هیواد د طالبانو حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه دي پیژندلي. خو بل لوري ته دغه سازمان د افغانستان له خلګو سره لاهم خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.