د بشري حقونو فعالینو په افغانستان کي د شاتګ څخه شکایت کړی
۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبهنن پنجشنبه (د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۱۲مه) په لندن کي د دغه سازمان د «ؤرلډ رپورټ» په نامه نشر سوي رپوټ کي راغلي، چي په دغه هیواد کي اقتصاد او بشري وضعیت بې حده ډیر خراب سوی دی. د دغه سازمان د افغانستان کارپوهه، فرشته عباسي وايي، طالبان، چي د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کي قدرت ته ورسیدل، د «ښځو د لا ډیر تعقیب او ژورنالسټانو د بندیګرت سره تر هغه ډیره علاقه لري، نسبت دې ته چي پر دغو بحرانونو باندي غلبه حاصله کړي».
پر طالبانو د فشار راوړلو عملي انتخابونه څه کیدای شي؟
د همدې کال په مارچ میاشت کي طالبانو په قاطع ډول سره خپله هغه وعده هم ماته کړه، چي د نجونو پر مخ به لیسې خلاصوي. د ښځو احتجاجونه په زور سره منحل سول او ډیر زیات مظاهره کونکي او د رسنیو کارکونکي بندیان سول. په دا وروستیو وختونو کي په خیریه سازمانونو کي د ښځو د کار منع کیدل نور مشکلات هم رامنځته کړل. سربیره پردې د داعش په حملو کي په سلهاوو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خصوصأ د مذهبي اقلیتونو کسانو.
په رپوت کي همدارنګه راغلي دي، چي په افغانستان کي سخت خراب اقتصادی بحران دوام لري: د پیسه ورکوونکو هیوادونو د کومک ډیر کمیدل، د معاشونو نه تادیه کولو بحران، د غذايي موادو او نورو مهمو موادو د بیو لوړیدل او همدارنګه د خارجي حکومتونو لخوا د بانکي خدماتو محدودیتونو دغه بحران نور هم جدي کړی دی. همدا شان زياته شوې په ملیونونو کوچنیان د سؤ تغذي ښکاردي؛ تر ۹۰ فیصده اضافه انسانان د عدم غذايي مصؤنیت سره مخامخ دي.
د جرمني يوه خيره ټولنه په طالبانو کې پر معتديلو حساب کوي
د «ؤرلډ رپورټ» په ترڅ کې چي د ۳۳ وار دپاره نشر سوی دی، دغه سازمان په تقریبأ سلو هیوادونو کي د بشر د حقوقو وضعیت تشریح کړی دی. په همدې حال کي د دغه سازمان د اجراييه کمیټې مؤقتي رییسې، تیرینا حسن ټینګار کړی دی، چي د بشر د حقوقو څخه د دفاع پخاطر نور د دولتونو پر یوه کوچني ګروپ، عمدتأ د نړی د شمال پر هیوادونو باندي تکیه نسي کیدلای.