پر طالبانو د فشار راوړلو عملي انتخابونه څه کیدای شي؟
۱۴۰۱ دی ۲۰, سهشنبهد طالبانو له لورې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او دغه راز له تحصیل څخه د ښځو منع کولو سره، دغه ډله د نړیوالې ټولنې له نیوکو او فشارونو سره مخامخ شوي.
طالبانو نه یوازې د نړیوالې ټولنې د ښځو د تحصيل غوښتنې ته مثتب ځواب نه دی ویلی، بلکې ټینګار یې کړی دی چې نور هيوادونه دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي. په همدې اړه د طالبانو مشر ملا هيبت الله آخوندزاده ویلې دي: «له نړۍ سره زموږ تعامل د شریعت پر اساس دی.»
اړوند مطلب: پر طالب مشرانو د امریکا نوي بندیزونه؛ د طالبانو غبرګون څه دی؟
د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، په دې باور دی چې د طالبانو مشر به په اسانۍ سره «شریعت» پرینږدي او فشارونو ته به تسلیم نه شي، خو په باور یې نړۍ کولی شي چې دغه ډله تر اقتصادي فشار لاندې ونیسي: «د طالبانو یوې برخي دې موضوع ته پام شوی چې له سختو پریکړو خوښ دي.»
د نړۍ ډېری هېوادونه اوس هم له طالبانو سره اقتصادي اړیکې نه لري او ملګرو ملتونو ټینګار کوي، چې افغانستان ته لیږل کیدونکي میلیونونه ډالر یوازې د مرستو په موخه دي او دغه پیسې د طالبانو لاس ته نه رسیږي.
اړوند مطلب: امریکا: پر طالبانو فشار راوړو چې له تصمیمونو نه ېې پر شا شي
د ښاغلي جلا په باور، پر طالبانو د نړۍ د فشارونو واردولو هڅې «عادي او اغېزمنې» نه دي او تر اوسه اساسي فشارونه پر دغي ډلي نه دي وارد شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د کار او تحصیل موضوع په اړه، د پاکستان په ګډون طالبانو ته ځينو نيږدې هيوادونو پر دغه ډله انتقادونه کړې دي، خو دې انتقادونو په طالبانو هیڅ اغېز نه دی لرلی.
په طالبانو کې د منځلارو غناصرو ملاتړ؟
د طالبانو ځينو مشرانو د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز په اړه مخامخ او یا په غیر مستقیم ډول مخالفت کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څو ورځې وړاندې په لوګر کې په یوه مدرسه کې وویل، چې په «افراط او تفریط» حکومت نه کیږي. هغه که څه هم په ځانګړي توګه یاده نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د هر امر منل واجب نه دي.
ستانکزي وویل: «موږ مجبور نه یوو چې د هر امر اطاعت وکړو.» هغه زیاته کړه: «هر امر چې د شریعت خلاف وي، منل یې واجب نه دي.» نوموړی دغه راز وایي: «د طالبانو هر غړی آن د دغې ډلې مشران که کومه تیروتنه کوي، باید ورته وویل شي چې دغه کار دې د شریعت خلاف دی.»
د طالبانو مخالفانو پیاوړتیا؟
دې ته په کتو چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې نظامي او سیاسي شتون نه لري، پر طالبانو د ډېرو فشارونو راوړل ممکن نه دي. نړیواله ټولنه یوازې هغه پیسې چې افغانستان ته یې د بشري مرستې په نوم لیږي، که بندي کړې، د لوږې بحران سختیږي او یوه ستر بشري ناورین به رامنځته شي.
اړوند مطلب: طالبان: که بندیزونه لیرې نه شي مهاجرت به ډیر شي
د سیاسي چارو څیړونکی فاضل سانچارکي دغو محدودیتونو ته په کتو، پر طالبانو د فشار راوړلو له پاره دوې لارې وړاندیزوي.
هغه د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستي رامنځته شویو اختلافاتو ته اشاره کوي. داسې اوازې دي چې د طالبانو په منځ کې د پاکستاني طالبانو سره د چلند په اړه د نظرونو اختلاف موجود دی.
سانچارکي د دویم احتمالي انتخاب په اړه وویل: «د طالبانو پر وړاندې باید داسې ځواک وي چې د دې ډلې ځواک وننګولی شي او په دې سره به طالبان خپل شتون په خطر کې وویني.»
هغه په دې باور دی چې له دې پرته به طالبان تر «مرګه» پورې پر خپلو نظرونو ټینګار ولري او کله به پر شا نه شي.
د طالبانو له څه باندې یوه کال واکمنۍ سره تر اوسه د «مقاومت جبهې» په ویشلي ډول یوازې په پنجشیر او اندراب کې له طالبانو سره په جګړه کې دي او بل هیڅ نظامي حرکت د طالبانو پر وړاندې نشته. نور سیاسي جریانونه له هېواده بهر جوړ شوې دي چې له اعلامیو نشرولو پرته یې څه نه دی کړي.
په عیني حال کې نړیواله ټولنه د طالبانو پر وړاندې د هیڅ ډول پوځي حرکت د ملاتړ چمتووالی نه لري او د ټولو ټینګار دا دی چې د افغانستان کشاله د خبرو له لارې هواره شي.
لیکوال او څیړونکی محمد امین فروتن دویچه ویله ته وویل چې له طالبانو سره پوځي مقابله نه ممکنه ده او نه هم ګټه لري. نوموړی ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه دې د اقتصادي فشار په راوستلو او د هغوی د ځينو کسانو په ملاتړ د دغې ډلې په فعالیتونو کې د بدلون له پاره لاره هواره کړي.