لسګونه مهاجر له ترکیې څخه یونان ته رسیدلي دي
۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبهد یوناني چارواکو په حواله دا پناه غوښتونکی په هغه کوچني ټاپو کی موندل سوي چې په یونان پوري اړه لري. وروسته بیا هغوی امن ځایونو ته انتقال سوي دي. د یونان حکومت له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې له نورو غیرقانوني مهاجرتونو څخه مخنیوی وکړي.
آلمان: کمپ کې د اورلګېدنې له کبله يو مهاجر مړ او ۸ ټپيان شوي
د رسنیو د رپوټونو له مخې د نوموړي رود د ترکیې په خوا کې په سلونو انسانان د داسي فرصت انتظار باسي چې اروپایی ټولنی ته راداخل سي. یونان د پنجشنبه په ورځ هم ۱۳۸ پناه غوښتونکي ومنل چې د سيند په یوه کوچني ټاپو کې بند پاته ول. د یوناني سرحدي ساتونکو په حواله، ترکي چارواکو دغو کسانو ته د تګ زمینه برابره کړې ده.
په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی
د یونان حکومت غواړي د مهاجرتونو له امله ددغه هیواد شمال ختیځ سرحد تقریباً په بشپړ توګه وتړي. په اوس وخت کې د ايوروس سيند په اوږدو کی ۳۵ کیلومتره سرحدي دیوال ۸۰ کیلومتره ته اوږد کړای سوی دی. سرحدي ساتونکو تیرکال د خپلو معلوماتو له مخې د نوموړي رود له لاري د ۲۵۰ زره غیرقانوني پناه غوښتونکو مخه نیولې ده. ډیری دغه پناه غوښتونکي له کړکیچڼو هیوادونو لکه افغانستان ، سوریې او پاکستان څخه راغلي ول.
GP/BS/AG