آلمان: کمپ کې د اورلګېدنې له کبله يو مهاجر مړ او ۸ ټپيان شوي
۱۴۰۲ خرداد ۱۴, یکشنبهد کډوالو کمپ د آلمان د تورنګين ایالت د وایمرلنډ ولسوالۍ په آپولدا ښار کې واقع دی او اورلګېدنه پکې يکشنبه سهار وختي رامنځ ته شوې ده. په سملاسي توګه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت معلوم نه دی، خو د اور وژنې ادارې چارواکو ېې په اړه تحقیقات پيل کړي دي. د مړ شوي کس او د ټپيانو د هویت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د وایمرلنډ ولسوالۍ ېوې وياندې ويلي چې په دغه کمپ کې شاوخوا ۳۰۰ مهاجر اوسیدل چې اوس شل کيلومتره لرې يو بل کمپ ته انتقال شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د آلمان په هامبورګ ښار کې د يکشنبې په ورځ (د جون ۴مه) د یو حامي موټرسایکل چلوونکي وروسته له هغې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د اروپا ایرون من اتلولۍ سیاليو پر مهال يو خطرناک ټکر رامنځ ته شو.
پولیسو آلماني تلویزیون، اې آر ډي، ته وويل چې دغه موټرسایکل چلوونکي د سیالۍ له یو ګډونوال سره چې بایسکل ېې ځغلاوه ټکر وکړ او د پېښې په ځای کې ساه ورکړه. بایسکل چلوونکی هم سخت ټپي شوی چې روغتون ته لیږدول شوی، خو وضعیت ېې د اندېښنې وړ نه دی. په دغه پېښه کې یو کمره مین هم برسیرن ټپی شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.