قیمتۍ د المانانو د رخصتیو پلانونه بدل کړي
۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبهد کریسمس او نوي کال د رخصتیو پر مهال زیاتره المانيان په بالتیک ساحل او شمالي بحیره کې واقع ښایسته ټاپوګانو ته مخه کوي. خو دا ځل انديښنه ښودل شوې ده چې د دغو رخصتیو پر مهال به ډیر لږ المانيان سیاحتي سیمو ته مخه وکړي.
د المان د سیاحت صنعت له خوا ویل شوي چې په هیواد کې د قیمتۍ له کبله به اکثره المانيان سیاحتي سفرونه ونه کړي. د اوسټ فرایزلنډ توریزم پورې اړوند ویبکي لیورینز، وایي چې اکثره المانيان د سپما کولو په فکر کې دي.
ایا د دوبي پروخت به په اروپايي ټولنه کي سیاحتونه بیرته ممکن سي؟
ویبکي د المان خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې که چیرې سږ کال د یخنۍ په موسم کې په هیواد کې دننه سفرونه ونه شي، نو دا په دې معنی وي چې په ساحلي سیمو کې ډیري هوټلونه او د رخصتۍ تیرولو له پاره جوړ شوي اپارتمانونه او میلمستونونه به خالي پاتې شي.
ویبکي له پخوا څخه د بُکنګ یا راجستر شوو شمیرو په حواله وویل چې په دې ډول به په دغو سیمو کې د سیاحت صنعت اغیزمن شي. د اوکراین د جکړې له امله په المان کې هم افلاسیون یا د پيسو پړسوب زیات شوی دی او د توکو د بیو لوړوالي المانيان پریشانه کړي دي.
بل لور ته شمالي بحیره کې واقع په ختیځ واورینو ټاپوګانو کې وضعیت یو څه هیله بخښونکی دی. د سیاحتي کارپوهانو په حواله دمخه بُکنګ یا د ریزرف کیدو وضعیت ته په کتلو سره معلومیږي چې په یو مناسب شمیر کې سیلانیان به دغو ځایونو ته لاړ شي، خو د تیر کال په پرتله سږ کال لږ شمیر خلک د رخصتیو له پاره د سفر کولو پلان لري.
جرمني: د انرژۍ په بحران کي د خواخوږۍ د سیاست په پلوی مظاهرې
د توریزم سیمه ایزې کارکوونکې مانوئلا شوټسی وویل چې د انرژۍ په بیو کې زیاتوالی په اصل کې المانيان سپما کولو ته هڅوي، له همدې امله دا ځل دوی د رخصتیو تیرولو له پاره بل ځای یا په اصطلاح هیڅ چیرته هم نه ځي.
د یوه سروی د رپوټ پر بنسټ سږکال د کریسمس په رخصتیو کې د هوټلونو د ریزرف کولو کچه د تیر کال په پرتله کمه ده. خو د نوي کال د مراسمو لمانځنې په خاطر مختلفو ځایونو ته د تلونکو شمیر یو څه ډېر دی.
ډي.پي.ای: ش.ن/ ن.ص