1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د انرژۍ په بحران کي د خواخوږۍ د سیاست په پلوی مظاهرې

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

د انرژۍ بحران او د بیو بې حده ډیر لوړیدو ته په کتو سره د اجتماعي ټولنو، صنفي اتحادیو او اقلیم ساتونکو سازمانو یوه اتحاد په شپږو ښارو کي د مظاهرو پر مهال د جرمني د حکومت څخه د خواخوږۍ د یوه سیاست د اتخاذولو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4IYDY
Demonstration der AfD für Energiesicherheit und Inflationsschutz
انځور: Finn Becker/xcitepress/imago images

د پولیسو په حواله په برلین کي نن شنبه ( د اکتوبر میاشتي ۲۲ مه) په لمړي سر کی ۱۸۰۰ کسانو په دغو مظاهرو کي برخه واخیستله. په ډرسدن، دوسلدورف، فرانکفورت، هانوور او شټوټ ګارټ کي هم په همدې ارتباط مظاهرې تر سره سوې. 
دغه مظاهرې د« انرژۍ د بحران پر وخت خواخوږي، اجتماعي امنیت او په فوسیلي انرژۍ باندي د تړل کیدو څخه ځان خلاصولو» تر شعار لاندي تر سره سوې. 
په «مني کي د خواخوږۍ» دغه اتحاد د نورو تر څنګ په مشخص ډول د سختو محتاجو کسانو سره کومک، د کرایې د لوړیدو مخنیوی او د نوي کیدونکي او پایداره انرژۍ د پراخولوغوښتني وکړې.