طالبانو په لغمان کې یو کس قصاص کړی دی
۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سهشنبهد طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په لغمان ولایت کې یې په یوه کس باندې چې په څو قتلو تورن و، د درېیو محکمو له حکم او د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له تائید وروسته په عام محضر کې د قصاص حکم عملی کړی دی.
اړوند مطلب: طالبانو بيا په افغانستان کې د «قصاص» حکم پلی کړی
طالبانو د دغه کس نوم «اجمل» او د کابل ګلدرې ولسوالۍ اوسیدونکی یاد کړی، چې د دغه ډلې په وینا یاد کس دوو جلا پېښو کې پنځه کسان وژلي وو.
د طالبانو ستره محکمه وایي، په قتل تورن کس یې د لغمان ولايت د والي دفتر ترڅنګ عیدګاه جومات کې په داسې حال کې د قصاص تطبیق کړی، چې ځایي طالب چارواکي او ځایي خلک ورته راټول کړل شوي وو.
د طالبانو له لورې خلکو ته د کمره لرونکو تیلفونونو د وړلو اجازه نه وه ورکړل شوې او په ختیځو ولایتونو کې خبریالانو ته هم اجازه نه ده ورکړل شوي، چې دغه مراسمو ته انځوریز پوښښ ورکړي.
اړوند مطلب: قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل
په ختیځو ولایتونو کې یوه خبریال د نوم له ښودلو پرته دویچه ویله ته وویل، چې د طالبانو له لورې له خبریالانو غوښتل شوي و، چې د خبریالۍ له وسایلو پرته د عامو لیدونکو په توګه دغو مراسمو کې ګډون کولی شي.
اړوند مطلب: ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بدني سزاګانو او اعدام د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده
دغه خبريال وایي: «هلته خلکو ته د ورتګ پر وخت د کمرې او کمره لرونکي ټیلفون د وړلو اجازه نه وه. موږ خبریالانو ته طالبانو وویل، چې کولای شئ دغه مراسمو ته ورشئ، خو باید کمرې او نور د خبریالۍ وسایل له ځان سره باید ونه لرئ.» د هغه په وینا:« خبریالانو ته ویل شوي و، چې د عامو لیدونکو په توګه نندارې ته راتلی شي.»
له دې وړاندې په فراه ولایت کې هم طالبانو یو کس د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړی و.
اړوند مطلب: طالبان: ۱۷۵ د قصاص او ۳۷ د سنګسار حکمونه مو ورکړي دي
د طالبانو سترې محکمې څو اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د حدودو او قصاص پلي کولو ته ژمن دي. دغې محکمې ویلي، چې تر اوسه یې ۱۷۵ د قصاص حکمونه، ۳۷ د سنګسار سزا او څلور د دیوال لاندې کولو حکمونه صادر کړې دي.
د بشري حقونو سازمانونه د طالبانو له خوا پر پلي شویو مجازاتو نیوکه کوي. د بشري حقونو فعالان په دې نظر دي چې د دا ډول مجازاتو پلي کول د بشري حقونو او انساني کرامت څخه سرغړونه ده. د طالبانو په اداره کې د محاکمو د غونډو د ترسره کولو په اړه ډېرې پوښتنې او نیوکې شته. منتقدین وايي، تورن کسان مدافع وکیل ته لاس رسی نه لري او څرګنده نه ده، چې محاکمه یې څه رنګه ترسره کيږي.