1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قصاص او په درو وهل، د طالبانو د پخوانیو سزاګانو بیا راګرځېدل

۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو د پخوانۍ دورې په څېر د اعدامونو او نورو سزاګانو تطبیق د نړېوالو بنسټونو له کلک غبرګون سره مخ شوی. خلک او کتونکي هم د سزاګانو د نوې څپې په اړه بیلابیل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/4KgGX
آرشیف انځور: طالبان یو تورن په درو وهي
آرشیف انځور: طالبان یو تورن په درو وهيانځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

طالبانو واک تر رسېدو وروسته په لومړي ځل د چهارشنبې په ورځ یو کس په فراه ولایت کې د وژنې په تور په عام محضر کې اعدام کړ.

د طالبانو حکومت جګپوړي چارواکي لکه د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو سرپرستان هم په دې اړوند مراسمو کې د ګډون له پاره فراه ته تللي ول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د نن ورځې په قصاص کې قاتل د مقتول د پلار له خوا په ټوپک درې ډزه وویشتل شو.»

د شرعي حدودو په اړه د طالبانو د مشر تر فرمان وروسته طالبان نیږدې هره ورځ تورن کسان په عام محضر کې په درو وهي.

وروستی یې نن پنجشنبې (۲۰۲۲م کال د دسمبر ۸) د چاریکار ښار په یوه ورزشي لوبغالي کې وه، چې په ترڅ کې یې ۱۸نارينه او ۹ ښځې د غلا، تر واده مخکې د اړیکو او له کوره د تېښتې په تور له ۲۹ تر ۳۵ دورو ووهل شول.

اړوند مطالب:طالبانو په لوګر او لغمان کې ۱۴ نارينه او ښځې په دُرو وهلي

سره له دې چې یوشمېر افغانان د تېرو حکومتونو په عدلي او قضايي بنسټونو کې د پراخ فساد له امله د طالبانو محکمو ته اړ کېدل، خو ویل کیږي چې په دورو وهل او په ډزو وژل د خلکو ترمنځ د ډار او رواني فشار سبب ګرځیدلي.

صالح محمد چې تېره ورځ په فراه ولایت کې د «قصاص» حکم د تطبیق عیني شاهد و، دویچه ویله ته وویل، د دې صحنې په لېدلو یې شوک خوړلی: «تېره شپه له وېرې خوب نه راته.»

هغه زیاته کړه: «زه د یوه عیني شاهد په توګه د دې پېښې په لیدلو شوک شوم، په دې شرایطو کې چې خلک له بې وزلۍ او لوږي په تنګ شوي، دغه حرکات یې د لومړنۍ دورې تر اعمالو خطرناک دي، هر کار یې چې زړه وشي کوي یې.»

خو ځینې افغانان بیا د دغسې سزا ورکولو څخه هرکلی کوي چې ښايي د تېر حکومت په قضايي بنسټونو کې د پراخ فساد له امله وي.

د فراه ولایت یوه اوسېدونکي نثار احمد وویل: «زما په اند پر مجرمینو د شرعي حدودو تطبیقول ښه کار دی، ځکه چې دې سره به جرمونه او جنایتونه کم شي او امنیت به ټینګ شي.»

تراوسه داسې شمېرې نشته چې وښيي د دې سزاګانو په تطبیق سره د جرمونو کچه تر کومه بریده ټیټه شوې ده.

اړوند مطالب:طالبانو تخار کې ۱۹ تنه په دُرو وهلي

د بشري حقونو نړېوال سازمانونه په بشپړ ډول د اعدام سزاګانې ردوي او هغه د انساني ژوند او پت تر پښو لاندې کول بولي.

د طالبانو د تېرې ورځې محکمې د څرنګوالي په اړه معلومات نشته او ظاهرا داسې ښکاري چې پېښه کلونه وړاندې شوې وه.

په پخوانی ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازی عبدالستار حسیني وايي چې شپږ کاله وړاندې د وژل شوي کورنۍ تورن بخښلی و، خو طالبانو د زور او فشار په مټ د وژل شوي مور او پلار قصاص ته اړ کړل.

حسیني وویل: «له بده مرغه په تېر یو نیم کال کې طالبانو ثابته کړه چې په نړېواله کچه د بشري حقونو نقض کوونکي دي. په فراه کې د تېرې ورځې د قصاص پېښې د دغه ولایت ښځې، ماشومان او سپين ږیري خفه کړل، لکه څنګه چې د قصاص په پېښه کې ډېر ګډونوالو کله چې په مجرم ډزې کېدې ژړل او د دې کار مخالف ول.»

حسیني د طالبانو دا چاره د بشري حقونو او انساني پت خلاف کړنه بولي او زیاتوي چې که چېرې د دې ډلې مخنیوی ونه شي، نو راتلونکې کې بیا هم دغه ډول پیښې تکراریږي.

طالبانو ویلي دي چې تورن کس په درې واړو محکمو کې په خپل جرم اعتراف کړی و او د قصاص حکم یې د طالبانو مشر تایید کړی دی.

آرشیف: طالب وسله وال
آرشیف: طالب وسله والانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د تېرو ترخو خاطرو راژوندې کېدل

طالبانو داسې مهال د اعدام او په دورو وهلو سزاوې له سره پيل کړي چې ډېری افغانانو د طالبانو حکومت په تېره دوره کې هم د دغسې پېښو صحنې له یاده نه دي اېستلي.

دین محمد چې د طالبانو حکومت په لومړی دوره کې نوی ځوان و، وايي هغه مهال په ډزو وېشتلو، تر دېوال لاندې کولو او لاس پرې کولو څو صحنو شاهد و، چې اغیزې یې لاهم احساسوي: «تاسو باور وکړی چې اوس هم کله مې چې هغه صحنې را په زړه شي، غیر ارادي ټکان خورم او فکر مې ګډوډیږي.»

په فراه کې ترسره شوی اعدام ټولیزو شبکو کې هم پراخ غبرګون له ځان سره لري. وحید پيمان هغه خبریال چې د طالبانو په پخوانی دوره کې یې ډېرې داسې سزاګانې لیدلي، لیکلي چې دوه کله پرله پسې یې دغسې صحنې په خوب لېدې او نه یې شوای کولای چې وېده شي.

وېجاړونکی رواني اغیز

طالبان د دې صحنو لېدلو له پاره خلک ورغواړي او ان د بازارونو په تړلو سره خلک اړ کوي چې دا ډاګیزې سزاوې وګوري.

ارواپوهان وايي د خلکو په وړاندې د خلکو وژل او مجازاتول، منفي رواني اغیزې پریږدي.

ارواه پوه حیدر علي قرباني وویل، ان د ماشومانو په وړاندې د څارویو حلالول هم پر هغوی منفي اغیز کوي، په ډزو د انسان وژل خو بیا لرې خبره ده: «دغه ډول سزاوې د ارواپوهنې له نظره کولای شي جدي زیانونه پیښ کړي، په روح او روان منفي تاثیر کوي، ژور خفګان او رواني اختلال او د ماشومانو په راتلونکي ژوند اغیز کوي.»

نړېوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتررش ویاند په عام محضر کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته لومړني اعدام ته په غبرګون خپله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

آرشیف: کابل کې د ښځو اعتراض
آرشیف: کابل کې د ښځو اعتراضانځور: AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ وویل، د یوه افغان «کرکجن اعدام» تېرو تورو ورځو ته د ورګرځېدلو په معنی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پاریس خبریالانو ته وویل: «دا موږ ته ښيي چې طالبان غواړي د ۱۹۹۰ کلونو وروسته پاتې عملونه له سره پيل کړي.»

هغه د یوه افغان اعدامول د ټولو افغانانو پت او بشري حقونو ته سپکاوی وباله او وې ویل چې په دې اقدام سره په ډاګه شوه چې طالبان د خپلو ژمنو په عملي کې پاتې راغلي.

د افغانستان له پاره د فرانسې سفیر ډویډ ماتینون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د قصاص حکم په تطبیق سره د افغانستان طالباني کېدل بشپړ شول.»

د بشري حقونو سازمان او بخښنې نړېوال سازمان هم د طالبانو له خوا د ډاګیزو اعدامونو لړۍ ته پر ورګرځېدو نېوکه کړې ده.

د بخښنې نړېوال سازمان د آسیا د برخې مرستیالې دینوشیکا دیسانیاکا وايي: «په افغانستان کې په ډاګیز ډول د زړه بوږنونکو اعدامونو بیا راګرځېدل، د طالبانو په لاس د بشري حقونو د وحشتناک نقض وروستی پړاو دی. هغوی د بشري حقونو نړېوالو قوانینو ته په نه درناوي د بشري حقونو اصول ماتونې ته ادامه ورکوي.»

په فراه کې د قصاص حکم تطبیق ته د نړېوالو او بشري حقونو د دفاع بنسټونو پراخو غبرګونو ته طالبانو هم تند غبرګون ښودلی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دا چې پر افغانستان باندې د اسلامي جزاګانو د تطبیق له امله انتقادونه کیږي، څرګندوي چې لا هم ځینې هیوادونه او ټولنې یا خو یې مطالعه او معلومات نیمګړي دي او یا هم له اسلام سره ستونزه لري.»

مجاهد زیاته کړې چې د اعدامونو سزاګانې په ټوله نړۍ ان په امریکا او اروپا کې هم شته.