طالبانو د چین له سفیر سره د بانکي اړیکو په اړه خبري کړي دي
۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعهاوس د افغانستان بانکي سیسټم د نړيوالو بندیزونو، د افغانستان بانک د شتمنۍ د کنګلتیا له امله د نغدو پيسو لږوالی او د نورو بانکي پروګرامونو د محدودوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.
زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی
د دې ترڅنګ چي د چین حکومت طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پېکینګ د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه وروسته په کابل کي د خپل سفارت دروازې پرانیستي پرې ايښي دي.
چین په دې وروستیو کي له خپل دغه ګاونډي هیواد سره د پراخو اقتصادي اړیکو لېوالتیا ښوولې ده.
اړوند د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه
که څه هم د چین ځيني سوداګر د امنیت له امله اندېښمن دي، خو هغوی وايي په افغانستان کي په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کي پانګوني ته د فرصت په لټه کي دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چي په دې اړه لیدنه د پنجشنبې په ورځ «۱۵جون۲۰۲۳» د چین سفیر وانګ یو او د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري ترمنځ په کابل کي وسوه.
نوري زیاته کړې ده: «په دې لیدنه کي ځيني مسایل لکه: اقتصاد، بانکي اړیکي، سوداګري او پر ځينو نورو موضوعګانو باندي خبري وسوې.» په دې اړه تراوسه د چین د باندنیو چارو وزارت رویټرز اژانس ته څه نه دي ویلي.
اړوند: د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور
هدایت الله بدري د طالبانو یو له مهمو چارواکو څخه دی، چي د روان کال د مارچ ترمیاشتي پوري يې د طالبانو د مالیه وزارت سرپرستي کوله، بدري د طالبانو د اقتصادي کمېسيون مشر هم دی.
له مخکني افغان دولت او نړيوالو ځواکونو سره د طالبانو په جګړه کي تېر شل کلونه بدري د طالبانو د ډلي له پاره د مالي مرستو راټولولو مسؤل هم ؤ.
زموږ له ارشیف څخه: