طالبان؛ د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول د شريعت خلاف دي
۱۴۰۳ مهر ۲۴, سهشنبهد طالبانو د امر بالمعروف وزارت یوه چارواکي ویلې دي چې دا بندیز به په ټول افغانستان کې پلي شي. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت غواړي چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر خپرولو لګول سوی بندیز په تدریجې ډول عملي کړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي دي چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز برخه کي د طالبانو د امر بالمعروف ادارې لارښووني ته په کتو سره د تخار ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د ملي تلويزيون فعاليت درولی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دویچه ویلې ته تائيد کړې ده چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت په تخار، دایکندي، میدان وردک او غزني کې له خبریالانو او د اړوند ولایاتو له مطبوعاتي مسئولینو سره په دې تړاو جلسې کړي دي، خو په کابل کې لا هم داسي کوم حکم ندی صادر شوی.
د طالبانو د واکمنیدو وروسته دغې ډلې په رسنیو کې هر ډول انتقادي خپروني منع کړې.
داسې ښکاري چې د طالبانو په اداره کې د دې بندیز په اړه هم ټول په يوه نظر نه دي. په کابل کې د طالبانو د دفتر ویاندان هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د چارواکو له عکسونو او ویډیوګانو سره اعلامیې خپروي.
يادې سرچينې وويل، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د دغه بنديز پلوي نه دي، ځکه په دې دوره کې دا کار نه شونى او نه هم د دوى په ګټه دى.
ایا د دې قانون پلي کول اجبارې دي؟
وروسته له هغې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په قانون کې د ژوندیو موجوداتو د انځورورنو پر خپرولو د بندیز موضوع مطرح شوې ده، نه یوازي دا چې پر ښځو او د بیان پر آزادۍ د وضح شوي قوانینو محدودیتونه لا پسې ډیروې، بلکې یاد محرومیتونه د نړیوالو له خوا هم په پراخه کچه له ننګونو سره مل دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، د ژونديو موجوداتو د انځورونو د بنديز په اړه د طالبانو د ادارې د چارواکو له حکم سره سم په تخار ولايت کې د ملي ټلوېزيون فعاليتونه درول شوي او خصوصي ټلوېزيونونه هم تړل شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې کړنه سخته خواشیني څرګنده کړې او د طالبانو د ادارې له چارواکو یې غوښتي دي چې له دغې پړیکرې څخه دي لاس پر سر شي.
په تخار ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د بندیدو سربیره، یوه سیمه ایز خبریال د خبريالانو مرکز ته ويلي دي، چې په تخار کې خصوصي رسنۍ په ځانګړې توګه دوه خصوصي تلویزیونونه «ماه نو او ریحان» چې په محدوده کچه فعالیت کوي له دې پریکړي څخه متاثره شوي دي.
د دغه مرکز په وینا دغو رسنیو د طالبانو د سیمه ایزې ادارې له غبرګون سره د نه مخامخ کېدو له امله د ژوندي موجوداتو د انځورونو له خپرولو وار له مخې ډډه کړې ده.
تخار دویم ولایت دی چې د طالبانو دا پریکړه یې په رسمي ډول عملي کړې ده.
د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، دوې مياشتې وړاندې په کندهار ولايت کې د ملي ټلوېزيون فعاليت د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو له کبله ودرول شو.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام د فرانسې خبري اژانس ته ویلې دي «دا قانون به په تدریجې ډول په ټول افغانستان کې پلي شي.» هغه زیاته کړې چې چارواکې هڅه کوي څو خلکو ته دا وپوهوي چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول د شرعیت سره په ټکر کې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند وویل: »د قانون په تطبیق کې جبر ځای نه لري. دا یوازې یوه لارښوونه ده او خلکو ته قانع کول دي چې دا واقعیا د شریعت خلاف دی او دوی باید له دې څخه ډډه وکړي.«
د طالبانو له خوا پر رسنیو په وضع شوی قانون کې بېلابېل احکام وجود لري چې پکې د ټولو ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز هم شامل دی او رسنۍ باید داسې مواد خپاره نه کړي چې له شريعت سره په ټکر کې وي.
ویل کیږې د دغه نوي قانون ځینې مادې لا هم نه دي عملي شوي، دا ځکه چې پخپله طالب چارواکي هم په ټولنیزو شبکو کې د خلکو انځورونه خپروې.
د فراسې خبري اژانس ته یوه خبریال چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه دي غوښتي نوم یې واخیستل شي ویلې دي، چې د امر بالمعروف کارمندانو خبریالانو ته لارښونه کړې ده څو د پیښو انځورونه له لرې واټن څخه واخلي څو ورو ورو له دې موضوع سره عادت وکړي.
په بهر کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي، دویچه ویله ته وویل: «طالبان د بیان پر ازادۍ او رسنیو باور نه لري او له همدې امله هره ورځ پر خبریالانو فشارونه زیاتیږي.»
که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي دي، چې دغه قانون به په زوره نه پلي کېږي، خو عبیدي وايي چې په یو شمېر ولایتونو کې رسنیو ته امر شوی دی چې دغه قانون تعقیب کړي او د عکسونو له خپرولو ډډه وکړي.
وروسته له هغې چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې بيا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې ۸۴۰۰ کسانو په رسنیو کې کار کاوه او د رسنیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې اوس یوازې ۵۱۰۰ کسان په رسنیو کې کار کوي چې یوازې ۵۶۰ یې ښځې دي.
د بې پولې خبريالانو (RSF) له خوا د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۸۰ هيوادونو په منځ کې له ۱۲۲م څخه ۱۷۸م ځای ته راکښته شوی دی.