1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو کندهار کې یو کس په دُرو وهلی

۱۴۰۳ مهر ۲۱, شنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په کندهار ولایت کې یې یو کس ته د «غلا» په تور سزا ورکړې.دغې محکمې ویلي چې دغه کس په عام محضر کې په ۳۹ دُرو وهل شوی او په دوه کاله بند محکوم شوی.

https://p.dw.com/p/4liVZ
طابلانو تر اوسه په سلګونو نارینه او ښځې په بیلابیلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي او تر دې دمه یې پنځه کسان قصاص کړي.
طابلانو تر اوسه په سلګونو نارینه او ښځې په بیلابیلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي او تر دې دمه یې پنځه کسان قصاص کړي.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د طالبانو د ادارې سترې محکمې نن شنبه د (د اوکتوبر په دوولسمه) په یوې خبر پاڼه کې چې په کندهار ولایت کې یو کس ته  د دغه ولایت د جنايي محکمې د حکم له مخې په عام محضر کې سزا ورکړل شوه. په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل شو.

محکمې دغه کس په دوه کاله بند او ۳۹ درو محکوم کړی و.طالبانو له بیا راتلو وروسته په تیرو دریو کلونو تورونو کسانو ته د خپلو محکمو د حکم پر بنسټ په عام محضر کې سزا ورکړې ده.

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟

دغې ډلې تر اوسه په سلګونو نارینه او ښځې په بیلابیلو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او تر دې دمه یې پنځه کسان قصاص کړي.نړيوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو د مدافع وکيل او قانوني محاکمې ته له لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجازات غندي، خو طالبانو دغو غبرګونونو ته هېڅ پام نه دى کړى، او تل د خپل مشر حکم او په همدې شان په عام محضر کې په دُرو د وهلو او قصاص پلی کوي.

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟