شننه: آلمان څنګه خپل سیمه ایز افغان کارکوونکي یوازې پرېښي
۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبهدوه کاله تر مخه له افغانستان څخه د آلماني عسکرو اخراج بشپړ شو. تر دې شپږ اونۍ وروسته طالبان واک ته ورسېدل. د آلمان د پوځ او موسسو پخواني افغان کارکوونکي د خپل ژوند په اړه اندېښمن وو.
په دې اړه اړوند مطلب: تازه آلمان ته راغلي افغانان د کار په بازار کې ښه چانس لري
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په بيړه د وتلو ټکان ورکوونکي انځورونه د رسنیو له لارې په ټوله نړۍ کې خپاره شول. په دغو انځورونو کې ناهیلي انسانان د کابل په هوایي ډګر کې تر سترګو کېدل چې د امریکایانو د تخلیې الوتکې ته د ختلو هڅه کوي تر څو وژغورل شي. کله چې یاده الوتکه له ځمکې څخه د پورته کېدو په حال کې وه، څو تنه افغانان د الوتکې ټایرونه نيول ول او هیله یې درلوده چې له دې لارې خوندي ځای ته ورسیږي؛ خو څو شیبې وروسته، دوی له لوړې ارتفاع څخه راولویدل او مړه شول.
په زرګونه سیمه ایز کارکوونکي چې د آلمان له پوځ، سفارت او یا د آلمان د پراختيايي مرستو دفترونو سره یې کار کاوه، په افغانستان کې سره له دې چې ژوند ته یې ګواښونه موجود ول، یوازې پریښودل شول. د آلمان په پارلمان کې د افغانستان لپاره یو تحقیقاتي کمیسیون له تېر دوبي راهیسې له افغانستانه د وتلو پر مهال د تېروتنو په اړه څېړنه کوي. له عيني شاهدانو سره تر څلوېښتو زياتو ناستو دا څرګنده کړه چې د هېواد صدارتي دفتر د سياسي مديريت له نشتوالي سره مخ شوی و او دا چاره د بيروکراسيکي څېړنو له ستونزمن بهير سره هم مله وه.
اړوند مطلب: په افغانستان کي د آلمان دماموريت د شفافي ارزوني ژمنه
په دې څېړنو کې برخه اخیستونکو وزارتونو بېلابېلې لېوالتیاوې لرلې او د وزارتونو لوړپوړي استازي او ادارې هم په یوه نظر نه وې او په ې اړه ناسمې محاسبې موجودې وې، چې ګواکې افغان پوځ به لږ تر لږه له پلازمېنې څخه طالبان لري وساتي.
د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنې (جي آی زیډ) د ګواښوونکو چارو مدیر چې یې وضعیت ناسم وضعیت ارزولی وو له »غرور ماتونکې تجربې« څخه یې خبره وکړه.
په دغه څیړنیز کمیسیون کې یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالتو د وتلو وضعیت په ۱۹۷۵ کال کې له ویتنام څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره پرتله کړ. هغه وویل چې هرڅوک په دې نظر وو چې په افغانستان کې به د »سایګون صحنې« رامنځته نشي، »خو موږ ټول د داسې وضعیت په منځ کې و.«
په همدې تړاو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، د آلمان پوځ هڅه وکړه چې آلمان ته د خپلو افغان مرستندویه کارکوونکو د ایستلو لپاره چمتووالی ونیسي. یوه ډګروال، چې د آلمان په پوځ کې د سیمه ایزو ځواکونو د کاري بهير مسؤول دی، د ویزو د ورکولو په بهیر کې د «ظرفیت د محدودیت» مهمې ستونزې په اړه خبرې وکړې.
د عیني شاهدانو د وینا پراساس، د آلمان د کورنیو چارو په وزارت کې «د اقامې د حق په اړه پریکړه کونکو« په ډله ایزه توګه د داخلېدو مخه ونیوله او په انفرادي بیا کتنو یې ټینګار وکړ. په دې صورت کې یو داسې سند ته اړتیا وه چې پر بنسټ یې یو سیمه ییز کارکوونکی ثابت کړي چې هغه د المانیانو لپاره د کار کولو له امله په شخصي توګه د طالبانو له خوا سخت ګواښل شوی دی.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې حقوق پوهې تایید کړه چې دا وزارت د ډله ایزو قبولۍ په اړه »روښانه اصول« لري. هغې وويل چې په هغه وخت کې، د بهرنیو چارو وزارت او د آلمان د پراختیایی همکاریو وزارت په بیړه کې نه و او دوی غوښتل چې خپل افغان سیمه ایز کارکوونکي په افغانستان کې وساتي، خو پلان یې درلود چې د ځواکونو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري.
یو ډیپلومات اندیښنه څرګنده کړه چې د سیمه ایز کاري ځواک ايستلو کولای شول یو جدي سیاسي سیګنال له ځان سره ولري. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت یوه سرپرست کارپوه ټینګار وکړ چې د داسې يوه وضعيت څخه چې «هرڅوک چې کولای شي ځان وژغوري» باید ډډه شوې وای. د دې ترڅنګ به د پخوانیو سیمه ایزو کاروونکو د رايستلو بهير ارزونې يوازې په هغه صورت کې کار ورکاوه، چې هر کال یوازې د شلو په شا او خوا کې کسانو آلمان ته راتلل غوښتل. دا بهیر د زرګونو کډوالو لپاره بې اغېزې و.
اړوند مطلب: آلمان: د ځينو افغانانو د را ايستلو ماموریت دوام لري
د منل کېدو مخکنی شرط دا و چې عریضه کوونکی باید لومړی خپل آلماني کارمند ته شکایت وړاندې کړي چې هغه په خطر کې دی او تر دې وروسته به بيا د ویزې ترلاسه کولو امکان پيدا کيده. په اصولي توګه، دا غوښتنه د آلمان په سفارت کې کیږي. خو په ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې د آلمان پر سفارت تر ځان مرګي برید وروسته د ویزې ورکولو دفتر شتون نه درلود. د ویزو غوښتونکو باید پاکستان یا هند ته سفر کړی وای.
اړوند مطلب: په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت بیلانس
که څه هم د ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې، د آلمان پوځ وکولای شول چې په دې برخه کې اداري مرسته وکړي، يعني سرتېري د موبایل وسیلو له لارې د ویزې د سیستم لپاره وروزل شول او په مزارشریف کې د خپلو سیمه ایزو افغان همکارانو نومونه، د زیږون نیټه او بایومتریک ثبت کړل. بیا دغه توکي او همدارنګه د محلي کارکوونکو پاسپورتونه د یوې پوځي الوتکې په واسطه آلمان ته د ازموینې لپاره وليږدول او له همدې لارې بیرته لیږل شوي.
په دې توګه، د آلمان د پوځ شاوخوا ۲۲۵۰ رضاکارانو او د هغوی کورنیو ته ویزې ورکړل شوې. خو ډیری سیمه ایزو کارمندانو دا ډول ملاتړ نه درلود. کله چې د ۲۰۲۱ کال په پای کې د آلمان پوځي ځواکونه له افغانستانه ووتل، ډېر دغه افغان کارکوونکي په خپل هېواد کې پاتې و.
epd/si/hm