په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت بیلانس
۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبهد ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۲مه د آلمان د هغه وخت صدراعظم، گیرهارد شرویدر په دې جملې سره «بې محدودیته د آلمان پیوستون»، د امريکا د هغو وخت له ولسمشر سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
پر نیویارک او واشنگټن باندي تر سترو بریدونو وروسته، آلمان د خپل مهم متحد امریکا متحده ایالاتو تر څنګ ودرېد او په افغانستان کي يې د ترهگرۍ پرضد مبارزې مسؤلیت پر غاړه واخیست.
د آلمان د هغه وخت د دفاع وزیر، پیترشتروک د ۲۰۰۲م کال په دسمبر مياشت کي وویل چي موږ به د آلمان د امنیت دفاع په هندوکش کي وکړو. د هغه په خبره «د آلمان امنيت به هغه وخت ډاډمن وي، چي موږ له خپلو متحدینو سره په گډه له نړیوالي ترهگرۍ سره د هغه [ترهګرۍ] په ټاټوبي کي مبارزه وکړو. هغه که له پوځي لاري هم وي.»
دغه ماموریت چي د آلمان د سوسیال دیموکرات او زرغون گوندونو د ائتلافي حکومت پرمهال پیل او د صدراعظمي انگلا میرکل په مشرتوب د مسیحي سوسیال، مسیحي دیموکرات او سوسیال دیموکرات ګوندونو د حکومت پر وخت پای ته ورسید، په بهر کي د آلمان پوځ تر ټولو قیمتي او خونړی ماموریت وو. په مجموعي ډول د آلمان حکومت له ۲۰۰۲م کال راهیسي څه د پاسه ۱۸ میلیارده یورو د افغانستان له پاره مصرف کړي دي. د دغو پیسو ډیره برخه يعني ۱۲،۵ میلیارده يورو، يوازي د آلمان د پوځ پر ماموریت لگول سوې دي.
د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب ناټو ځواکونو بې قید و شرطه وتلو له امله، د آلمان پاتي عسکر هم له افغانستان څخه ووتل. دا چي د آلمان پوځ د پارلمان پوځ دی نو د بهرني ماموریت په هکله پريکړه يې هم پارلمان کوي. په داسي حال کي چي له دغه ماموريت سره د خلکو توافق سخت مخ پر کمېدو وو، دغه پارلمان دوې لسیږي په افغانستان کي د پوځ ماموریت ته د هو رايه ورکوله. دویچه ویلي د آلمان په پارلمان کي د بهرنۍ او دفاعي پالیسۍ په برخه کي مهارت لرونکو وکيلانو څخه غوښتي دي چي د دغه ماموریت په هکله خپل بیلانس وړاندي کړي.
«د آلماني پوځ له پاره د ویاړ ځای دی»
د مسیحي ديموکرات او سوسیال مسیحي گوندونو محافظه کاره فراکسیون د دفاعي سیاست ویاند هینینگ اوته ټینگار وکړ: »دا پر ځای کار وو چي موږ په افغانستان کي د ناټو په ماموریت کي برخه واخیسته«. د نوموړي بیلانس پر دې ټکي متمرکز دی چي په مجموعي ډول شاوخوا ۱۶۰ زره آلماني عسکر په وروستیو شلو کلونو کي د افغانستان په ماموريت کي ونډه اخيستې او ډېر یې څو ځله هلته تللي ول.
د هغه په خبره: « د آلمان پوځ په مسلکي ډول مستقر وو. هغه زموږ هیواد او زموږ متحدینو ته مهم خدمتونه وکړل. له همدې کبله دغه ماموریت بریالی وو، ځکه چي افغانستان تر نن ورځي پوريونړیوالي ترهگرۍ ته د پټیدو ځای نه ورکوي. آلماني سرتیري په خپلو ځانونو ویاړ کولای سي».
«پرکاره حکومتي جوړښت ته اړتیا سته»
د سوسیال ديموکرات فراکسیون د دفاعي سیاست ویانده، زیمتي میولر هم ورته دلایل وړاندي کوي: «له پوځي لحاظه دغه ماموریت بریالی وو. نور به له افغانستان څخه د نړیوالي ترهگرۍ خطر موجود نه وي». خو میولر د افغانستان د دولتي جوړښت په هکله اندېښنه ښيي او وايي چي«دا کار به لکه څنگه چي په پیل کي یې تمه کیده هغسي نه وي او بیا هم دا د نړیوالي ټولني دنده ده چي په دې لاره کي له افغانستان سره ملتیا وکړي».
«ستر هدفونه نه دي ترلاسه سوي»
همدارنگه د زرغون گوند د دفاعي سیاست ویاند توبیاس لیندنر هم د افغانستان ماموریت د یوې شفافي ارزوني غوښتنه کوي. هغه وايي: «په اطمینان سره نن ورځ په دغه هیواد کي داسي سیمي سته چي حالت یې په ۲۰۰۱م کال کي د طالبانو د واکمنۍ د وخت په پرتله ښه سوی دی. په عین حال کي باید دې ته هم وکتل سي چي ستر هدفونه، لکه په افغانستان کي سوله او باثباته دولتي جوړښت لا نه دي ترلاسه سوي.»
د زرغون گوند دغه سیاستوال د آلمان پر حکومت تور لگوي چي «هغوی له حده ډیر یوه خالص پوځي ماموریت ته متوجه ول. په راتلونکو ماموریتونو کي باید مخکي له مخکي عاقلانه فکر وسي چي کوم هدفونه له کومو لارو او تر ټولو دمخه د کوم زماني جدول له مخي په واقعیت سره تر لاسه کیدای سي».
«د ناټو جنگي جنایتونه باید وڅېړل سي»
د آلمان په پارلمان کي د کیڼ اړخه گوند د خارجي سیاست ویانده سیویم داگدیلین ناټو په افغانستان کي له یوې ماتي سره مخامخ ویني. د هغې گوند د لوېدیځ دفاعي اتحاد څخه د آلمان د وتلو غوښتنه کوله: «دا د بخښلو وړ نه ده چي د ناټو جگړه د په زرونو افغان ملکي وگړو د ژوند په بیه تمامه سوه. موږ په افغانستان کي د ناټو د جنگي جنایتونو ارزوني ته اړتیا لرو».
د داگدیلین گوند له اوله سره د آلمان پوځ د ماموریت پرضد رایه ورکړه. د هغوی په وینا: «د آلمان د حکومت دا ډول دلایل چي په افغانستان کي به د جرمني امنیت دفاع وکړي، او یا هم د ښځو حقونه، دا ټول دروغ د دې له پاره ول چي د ناټو په جگړه کي د جیو پولیټیک دلایلو له مخي خپل گډون توجیه کړي. په افغانستان کي ۵۹ آلماني سرتیري د یوې بې معنی جگړې له پاره قرباني سول».
«تر افغانستان بله لویه ماته نه سته»
همدارنګه د آلمان له پاره د بدیل ښي اړخه ګوند (آ اف ډي) د دفاعي سیاست ویاند ریودیګر لاساسین په افغانستان کي د غرب ماموریت کاملاً له ماتي سره مخامخ بولي. د هغه په خبره: «دغه هیواد نه باثباته سو او نه هم ډاډمن او له اقتصادي لحاظه يې هم ډېر پرمختګ نه دی کړی. د آلمان ډیر کوچنی هدف لکه، د غربي تصور له مخي د ديموکراسۍ رامنځته کیدل هم په هیڅ صورت نه دی ترلاسه سوی. د دې ضمانت هم نه سته چي افغانستان به یووار بیا د ترهگرو ډلو په پټنځای تبدیل نه سي. تر دې نو بله ماته چيري ده.»
د لیبرال گوند د بهرني سیاست ویاند بیجان جیر سرای بیا نه د بریالیتوب او نه هم د ماتي خبره کوي. هغه وايي: «له یوې خوا د القاعدې پرضد په بریالیتوب سره مبارزه وسوه او له بلي خوا که څه هم افغانان د شل کلني جگړې پر وخت راتلونکي ته امیدواره سول، خو بیا هم د دوامداره حکومتي جوړښت رامنځته کول د ناټو متحدینو له پاره یو ستر چلنج دی چي تر اوسه پوري ورته د حل لاره نه ده پیدا سوې».
جیر سراج هم د وروستیو شلو کلونو د بشپړي ارزوني غوښتنه کوي: «د ملت جوړوني په برخه کي اساسي فکر نه دی سوی او د طالبانو په هکله هم چي په اولس کي مخ پر زیاتیدونکي ډول ملاتړ لري، سم اټکل نه دی سوی. زما په فکر له دې ماموریت څخه بايد د نورو ماموريتو په ځانګړې توګه د مالي د ماموريت له پاره درس واخيستل سي.»
GP/NZ/DW.Online