شمالي کوریا له یوې جنگي بیړۍ څخه د کروز توغندي آزموېنه کړې
۱۴۰۲ مرداد ۳۰, دوشنبهد سویلي کوریا او امریکا پوځي مانورې چې د معمول مطابق په کال کې دوه واره ترسره کیږي، د دوشنبې ورځې (اګست ۲۱) په سهار پيل شوې. په دې تمرینونو کې پر ټولو نظامي تمرینونو سربیره، د جگړې پر مهال د غلطو اطلاعاتو پر وړاندې د غبرگون د څرنگوالي او په مناسب موقع کې د غلیم د توغندیو په نښه کولو څرنگوالی تمرینیږي.
دغه مانورې ۱۰ ورځې دوام کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ سرتیري، هوایي او سمندري ځواکونه او د فضانوردۍ ځواکونه هم گډون لري.
په دغو مانورو کې چې هر کال په پسرلي او مني کې ترسره کیږي دا وار په کې د نهو هیوادونو څخه د ملگرو ملتونو سازمان کوماندویان د هغو له جملې څخه د بریتانیا، فرانسې، یونان او فیليپین ځواکونه گډون لري.
د شمالي کوریا د کروز توغندي آزموېنه
شمالي کوریا دغه د روټین مطابق مانورې تحریک کوونکی اقدام بللی دی او له یوې جنگي بیړۍ څخه یې د کروز توغندي په توغولو سره غبرگون ښودلی دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA خبرداری ورکړی دی چې د شمالي کوریا رهبرکیم جونگ اون له دې توغندیزې آزموېنې څخه نظارت کړی دی.
د دې آزموېنې هدف د جنگي بیړیو کنترول او په واقعي جنگونو کې د کښتیو تعرضي وړتیاو ته وده ورکول اعلان شوي دي.
شمالي کوریا په وار وار پر امریکا او سویلي کوریا تور لگولی دی چې د مانورو په ترسره کولو سره ځان یوه برید ته تیاروي، خو سویل او واشنگټن دغه موضوع رد کړې ده.
د ملگرو ملتونو سازمان پریکړه لیک د بالستیک توغندیو آزمایل چې د اټومي سرگولولو د لیږد توان لري د شمالي کوریا له پاره منع کړي دي. خو د کروز توغندیو آزمویل د شمالي کوریا په تحریم کې نه دی شامل.
خو له دغو توغندیو څخه کیدای شي د اټومي سرگولولو د لیږد له پاره هم کار واخیستل شي.
تیر کال او سږ کال پیونگ یانگ د یو لړ بې سارې توغندیزو آزموېنو په ترڅ کې څو توغندي او له لیري کنترولیدونکو توغندیو آزموېنه ترسره کړې ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز