جنوبي کوريا: شمالي کوريا بيا توغندي توغولي
۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبهدجنوبي کوريا لوي درستيز خبر ورکړ دی چي د نيژدې واټن ويشتونکي دغه دوه بالستيک توغندي د شمالي کوريا پايتخت پيونګ يانګ ته څېرمه فير سوي دي. هغوی مخکي له دې چي د کوريا نيمه ټاپو په ختيځ کي سمندر ته ولويږي، شاوخوا ۵۵۰ کيلومتره واټن يې وهلی.
دغه معلومات د جاپان د پوځ له خوا له هغو معلوماتو سره سمون خوري چي له مخي يې دغه توغندي د جاپان له ځانگړي اقتصادي زون څخه دباندي په سمندر کي لويدلي دي.
۴۰ کاله وروسته د امريکا يو اټومي اوبتل جنوبي کوريا ته رسېدلی
د دغو توغنديو تر توغېدو لږ مخکي د USS Kentucky په نوم د امريکا متحده ايالاتو يو اټومي اوبتل د جنوبي کوريا بندر بوسان ته رسيدلي وو.
له شمالي کوريا سره مخ پر زياتديونکي کړکېچ ته په کتو سره امريکا او د هغه متحد جنوبي کوريا، په اپريل مياشت کي موافقه وکړه چي خپل پوځي گډ کار لا پسي پياوړی کړی چي پکښې جنوبي کوريا ته د امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو د يوه اټومي اوبتل ورکول هم شامل دي. د امريکا متحده ايالاتو له خوا وروستي اټومي اوبتل په ۱۹۸۱م کال کي د جنوبي کوريا بندر ته رسېدلی وو.
داسي تمه کيده چي دغه ډول اقدام به د شمالي کوريا غبرګون راوپاروي. شمالي کوريا د دغه نيمه ټاپو په شاوخوا کي د امريکا د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو پرضد په قاطعيت سره احتجاج کړی دی.
شمالي کوريا ته نړيوال بنديزونه کوم خنډ نه دي
د جنوبي کوريا لوي درستيز د توغنديو دغه نوې آزموينه »يوه سخته پارونه« او دا کار يې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
شمالي کوریا امریکا ته د اټومي شخړې له لوړ خطر څخه خبرداری ورکړی
منزوې سوې شمالي کوريا له کلونو راهيسي خپل د وسلو پروگرام لا پسې پراخوي او له همدې کبله د نړيوالو له خوا بنديزونو سره مخامخ کيږي. همدارنگه د بالستيک توغنيدو آزمويل هم منع دي، دغه توغندي د جوړښت له امله په اټومي سرگلولو هم سمباليدای سي.
په ۲۰۲۲م کال کي د توغنديو تر پرله پسې آزموينو وروسته، شمالي کوريا سږکال هم څو ځله د اټومي وړتيا وړ توغندي آزمويلي دي. همدا تيره اونۍ د شمالي کوريا د مشرتابه په حواله د ليري واټن توغندی، يو نوي ډول وآزمايه.
GP/NZ/DW.Online