«د کاربن داې اکسايد خپرېدل ريکارډ کچې ته رسېدلې»
۱۴۰۱ اسفند ۱۱, پنجشنبه
غه نړیوال سازمان وایی: «د پاکې انرژۍ سره سره بیا هم د کاربن دای اکسايډ خپريدل تر بل هر وخت لوړ شوي دي.»
په پاریس کې د انرژۍ نړیوالې ادارې ويلي دي چې په نړۍ کې د انرژۍ اړوند «سي او ۲» خپريدل په ۲۰۲۲م کال کې ۰،۹ سلنه یا ۳۲۱ ميلیون ټنه زیات شوی، چې د ۳۶، ۸ ميلیارد ټنو څخه اوس لا زيات لوړې کچې ته رسیدلی دی.
د اوبو او لمريزي برېښنا پراخولو پر لور اوږده لار
د اقلیم او انرژۍ اهدافو ته د رسیدو او پاکو انرژیو ته د بدلون له پاره لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا ده. په ۲۰۲۱م کال کې، په ټوله نړۍ کې د «سي او۲» خپريدلو زیاتوالی لاهم شپږ سلنه و.
په انرژي پورې اړوند د گلخانه يې گازونو خپريدل د ریکارډ کچې ته لوړ شوي دي.
د م.م. د چاپيريال کانفرانس د ماشومانو لپاره هم مهمه موضوع ده
د ياد سازمان رئيس بیرول وویل: «د انرژي بحران اغیزې په نړیواله کچه د چټک زیاتوالي لامل نه دی چې په پیل کې ویره وه- د نوي کیدونکي انرژي، برېښنايي موټرو، د تودوخې پمپونو او د انرژي اغیزمن ټیکنالوژیو کې، د پام وړ ودې څخه مننه.»
د هغه په خبره، د پاکې انرژۍ پرته به د گلخانه يې گازونو خپریدل دري چنده زيات وای.
ښاغلي بیرول زياته کړه: «دغه راز موږ لاهم د گلخانه يې گازونو د خپريدلو شاهدان يوو، چې د فوسیل سون توکو څخه رامنځ ته کيږي، کوم چې د نړیوال اقلیم اهدافو د پوره کولو هڅو تر مخ خنډونه جوړوي.»
نړیوال او ملي شرکتونه چې د فوسیل سون توکو سره کار کوي، د دوي پلور د ریکارډ کچې ته رسیږي او باید د اقلیم اهدافو ترلاسه کولو له پاره د عامه ژمنو سره سم په مسئولیت کې برخه واخلي.د دغه سازمان رئيس غوښتنه وکړه: «دا حیاتي ده چې دوی خپلې ستراتیژۍ ته بیا کتنه وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د فوسیل انرژۍ کمولو له پاره چمتو دي.»