1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د چاپيريال کانفرانس د ماشومانو لپاره هم مهمه موضوع ده

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

پر نړۍ باندي د اقليم د بدلون اثرات او د مخنيوي لپاره يې نړيوال جر و بحث په لوړه اندازه مغلق او خفګان رامنځته کوونکي دي. ايا پر دغه موضوع د ماشومانو سره هم بايد خبري وشي؟ سازمانونه يې په هکله غور کوي.

https://p.dw.com/p/4J7o2
Ägypten | UN-Weltklimakonferenz COP27 in Scharm el Scheich
انځور: Gehad Hamdy/dpa/picture alliance

نن يکشنبه (د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۶نېټه) د مصر په شرم الشيخ کي د ملګرو ملتونو د چاپيريال دوه اونيزه نړيوال کانفرانس (COP27) پېليږي. په دې ترڅ کي يو شمېر کارپوهان دا پوښتنه هم مطرح کوي چي ايا د اقليم پر بدلون او د دغه کانفرانس په هکله د ماشومانو سره هم خبري کېدلای شي که څنګه.

د چاپيريال او پراختيا له سازمان جرمن واچ رئيس لوتڅ وايشر په دې نظر دی چي د اقليمي بدلون په هکله بايد چي د ماشومانو سره خبري وشي. د دغه کارپوه په نظر د ماشومانو سره په دې اړه خبري کول منطقي کار دی. د وايشر په وينا دا کار له دې کبله هم بايد وشي ولي چي ماشومان هغسي هم له دغو مباحثو څخه خبريږي. د دې تر څنګ «مخ په وړاندي د اقليم بدلون» به د اوس ځوان نسل پر ژوند ژوري اغېزې ولري.

د آکسفام له سازمان څخه د چاپيريال ساتنې کارپوه او د دوه کلن ماشوم زوی پلار، يان کووالڅيګ هم د دې ملاتړ نه کوي چي له ماشومانو څخه د اقليم د بدلون موضوع پټه وساتل شي. د هغه په وينا دا به مناسبه نه وي چي «د موضوع د مغلقوالي په خاطر او له دې کبله چي د ګواښ تناظر يې ډېر مغلق دی» څوک له ماشومانو څخه دا معلومات ليري وساتي. د هغه په آند مور او پلار حد اقل بايد  د دغې موضوع د اساساتو په هکله د ماشومانو سره وږغيږي.

په منځني ختیځ کې د اقلیم د بدلون له امله د میلیونو کسانو د بې ځایه کېدو ګواښ

د الفريد وېګنر انستيتيوت سره تړاو لرونکې کارپوهه کينګا يارڅيونکا په کودکستانونو او د ماشومانو په رزونتونونو کي د اقليم د بدلون په هکله د پوهاوي پروژه پر مخ بيايي. هغې د نورو کارپوهانو سره په ګډه د مځکي د کورې د قطبينو د تاريخ او د مځکي د تودوخي د زياتېدو په هکله معلوماتي ننداره طرحه کړېده. د دغې کارپوهي په وينا کله چي څوک د ماشومانو سره د اقليم د بدلون په هکله خبري کوي نو بايد چي «ورته رشتيا ووايي او کوښښ ونکړي چي څيزونه او حالت ورته تر حقيقت ښکلي وښيي.» د هغې په وينا والدين په عيني حال کي بايد ماشومانو ته وښيي چي د اقليم د بدلون پر ضد پخپله څه کولای شي. د مثال په توګه هغوی ته ويلای شي چي د اقليم د بدلون پر ضد احتجاجونو کي ګډون وکړي.

د طبيعت ساتنې له نړيوال سازمان (WWF) څخه د اقليم ساتني کارپوهه ويوين راداتڅ چي پخپله هم د درو ماشومانو مور ده وايي چي حتی کوچني ماشومان لا هم په دغه اساسي ستونزه پوهيږي چي «مځکه په دوامداره توګه ګرمېږي.» د هغې په وينا ماشومان له خپل ورځني ژوند څخه دا تجربه هم لري چي «جر و بحث څنګه»کيږي.

رپوټ: اقليمي بدلون د نړۍ یو میلیارډ ماشومان له خطر سره مخ کړي

ياد درې واړه کارپوهان وايي چي له ځوانانو او ژڼکيانو سره يې دا تجربه کړېده چي هغوی زيات معلومات لري او آن دا چي هغوی ته په زياتو مواردو کي څوک د ورکولو لپاره کوم نوي معلومات نه لري. دا په دې معنی چي هغوی تر مخه لا په زياتو اړونده موضوعاتو خبر وي. د راداتڅ په وينا يو لامل يې دا دی ځکه چي دغه ځوانان او پېغلي په داسي يو چاپيريال او پېر کي رالوی شوي دي چي د اقليم د بدلون په هکله يې بحثونه اورېدلي دي. د هغه په وينا آن ښايي په ځوانانو کي د بالغانو په پرتله د اقليم ساتنې په تړاو زيات پوهاوی موجود وي.

کووالتڅيګ وايي چي داسي تجربه يې لرلې ده چي ځوانان د اقليم ساتنې په موضوع کي خودغرضانه افکار او دريځ نه لري بلکه په نسبي توګه آزاد خيال لري. وايشر هم فکر کوي چي ځوانان د اقليم ساتنې په موضوع کي ډېر روښانه او معلوم اولويتونه لري. د وايشر په وينا و پېل شوي نړيوال کانفرانس ته به دا مشوره ورنکړي چي ماشومان او ځوانان اړونده تفاهمونه او قرادادونه رامنځته کړي خو په وينا يې البته د ماشومانو او ځوانانو دريځ د تړونونو په رامنځته کولو او پر درست استقامت د حرکت کولو په لاره کي مرسته کولای شي.

درې واړه ياد کارپوهان وايي چي د خپلو هلو ځلو لپاره يې يو هڅوونکی دليل دا دی چي دوی غواړي چي بډای هيوادونه د بې وزله هيوادونو سره د اقليم د بدلون د مخنيوي په ترڅ کي کومکونه وکړي.

آ.(AFP)/ا.ا./ن.ص.