«ښځي او نجوني فعلاً په پوهنتون کي د زده کړو او کار اجاز»
۱۴۰۰ مهر ۶, سهشنبهد کابل پوهنتون نوي رئيس محمد اشرف غيرت د تويتر په يوه پيغام کي اعلان کړی «تر هغه وخته پوري چي د ټولو له پاره يوه واقعي اسلامي فضا نه وي برابره سوې، ښځو ته اجازه نه ورکول کيږي چي پوهنتون ته د کار يا زده کړو له پاره راسي.»
د طالبانو په تيره واکمنۍ کي (۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کال) هم نجوني او ښځي له کار او زده کړو څخه محرومي سوي وې.
تيره اونۍ د کابل پوهنتون پخوانی رئيس محمد عثمان بابري له دندې ګوښه او پر ځای يې محمد اشرف غيرت وګومارل سو. ويل کيږي چي غيرت یوازې تر ليسانس درجې پوري زده کړي کړي دي. د طالبانو دغي پريکړي د نورو پريکړو په شان په ټولنيزو رسنيو کي ستر غبرګونونه راوپارول او سختي نيوکي پرې وسوې.
غيرت مخکي له دي چې طالبان واک ته ورسیږي په ځينو تويتري پيغامونو کي د خبريالانو د وژلو غوښتنه کړې وه او ويلي يې ول چي خبريالان د لوېديځ «جاسوسان» دي. تيرکال په افغانستان کي ډېر خبريالان په چاودنو او هدفي وژنو کي ووژل سول.
د طالبانو د لومړۍ دورې حاکميت برخلاف اوس نجوني کولای سي تر شپږم ټولګۍ پوري ښوونځي ته ولاړي سي، خو تر شپږم ټولګيو پورته نجوني ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. خو هلکانو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل سوې ده. د نجونو په اړه د طالبانو وياند استدلال کړی دی چي نجوني «د زده کړو امن محيط» ته اړتيا لري.
افغانستان په نړۍ کي يوازینی هيواد دی چي د ليسو او متوسطه ښوونځیو نجوني د زده کړو اجازه نه لري.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته اعلان کړی وو چي د ښځو او نجونو حقوق به د اسلامي شريعت په چوکاټ کي رعايت کړي، خو دا معلومه نه ده چي دغه ډله له اسلامي شريعت څخه څه تفسير لري.
زموږ له آرشیف څخه: