افغانه سوداګره: د طالبانو په واکمنۍ کې هم خپل کار مخته وړم
۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبهدغه مېرمن په هرات ولایت کې د پښتون زرغون شرکت مشره، سعيد شفيقه عطايي ده. د فرانسې خبري آژانس د هغې له قوله ليکي چې وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به هم «چوپه پاتې نه شي.»
شفیقه عطايي چې په ۲۰۰۷م کال کې يې په هرات ولایت کې د زعفرانو شرکت پرانیست، وايي: «موږ باید خپل غږونه پورته کړو، تر هغې چې د هغوی غوږونو ته ورسیږي.»
هغه زیاتوي: «مهمه نه ده چې څه پيښ شوي، موږ پر کور نه کښېنو، ځکه موږ ډیر زحمتونه ګاللي دي.»
د میرمن عطايي د زعفرانو شرکت چې کارکوونکې يې تقریباً ټولې ښځې دي، زعفران چې ويل کيږي د نړۍ تر ټولو قیمتي دوا یا مساله ده، پروسس، بسته بندي او بهر ته صادروي.
رپوټ زیاتوي چې تر زرو ډیري افغان میرمنې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په ۶۰ جريبه ځمکه کې د زعفرانو پر کرکيله او ټولو باندې مصروفي دي.
میرمن عطايي وايي چې د دې په شرکت کې په کار ګمارل شوې ټولې هغه بې وزله ښځې دي چې د خپلې کورنۍ د نفقې پیدا کولو مسئولیت لري.
څلویښت کلنه عطايي وايي: «ما زښته ډير زحمت وکيښ تر څو مې خپل دغه تجارت تاسیس کړ.» هغه زیاتوي: «موږ نه غواړو غلې پاتې شو او نادیده ونیول شو. حتی که هغو [طالبان] موږ له پامه هم غورځوي موږ به غلې پاتې نه شو.»
د لويديځ په ملاتړ د افغانستان پخواني حکومتونه په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې د مخنیوي په موخه کروندګر د کوکنارو د بدليل په توګه د زعفرانو کرکيلې ته تشويق او له هغوی يې ملاتړ وکړ.
د زعفرانو په کار کې تر ډيره ښځې مصروفې دي، خو له دې سره سره لا هم افغانستان د کوکنار او هیروئينو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد ګڼل کيږي. رپوټ وايي چې د نړۍ د ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې مخدر مواد له افغانستانه صادريږي.
په افغانستان کې د وروستیو کلونو په جريان کې دغه صنعت ته ډير کار وشو. د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې، اوس په افغانستان کې د زعفرانو د کرکيلې ځمکه د ۲۰۰۲م کال په پرلته څلور برابره ډيره شوې ده.
هرات د افغانستان هغه ولایت دی چې د زعفرانو کرکيله او تجارت په کې ډير کيږي. د افغانستان زعفران د نړۍ محبوب او د نړۍ په سطحه تر ټولو قیمتي زعفران يعنې يو کيلو يې څه باندې ۵۰۰۰ امریکا ډالر دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مېرمن شفیقه عطايي شرکت هر کال د ۲۰۰ تر ۵۰۰ کيلوګرامه پورې زعفران تولیدوي.
خو هغه اوس د خپل کاروبار په اړه او دغه راز د افغان میرمنو د راتلونکې په اړه چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې يو ځل بیا خپلو ځينو اساسي حقونو لکه کار او تعلیم څخه منع کړل شوي دي، اندېښمنه ده.
واک ته د طالبانو له رسیدلو سره له افغانستان څخه په لسونو زره افغانان بهرنيو هیوادونو ته ووتل خو مېرمن عطایي په دې اړه وايي: «ما هم کولای شول چې ووځم، خو ما هیواد نه پرېښود، ځکه ما نه غوښتل چې ټول هغه سخت کارونه او هڅې مې چې کړې تر شاه پریږدم.»
هغه وايي: «زه فکر نه کوم چې هغوی به زموږ کار بند کړي.» له «هغوی» څخه د مېرمن عطايي موخه، طالبان دي.
آ/م.ک.ص./ن.ز. je/fox/ser
دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.