1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي کال وینا: اولاف شولڅ پر یووالي ټینگار کوي

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۱, سه‌شنبه

د آلمان د صدراعظم له پاره له پارلماني ټاکنو مخکی دا د نوي کال په مناسبت د هغه وروستۍ وینا ده. نوموړي له دغه فرصت څخه په استفادې سره، له ټولو اتباعو څخه وغوښتل چي د نه ډاډمنتیا پر وخت دي یووالي او راتلونکي ته هیله مند وي.

https://p.dw.com/p/4ohsw
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د نوی کال په مناسبت د وینا پر مهال
د نوي کال وینا: اولاف شولڅ پر یووالي ټینگار کويانځور: Soeren Stache/Photoshot/picture alliance

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ پر کړکیچڼو او بیلابیلو فشارونو سربیره، له ټولو څخه غوښتي دي چي یو د بل په څنگ او راتلونکي ته په هیله مندۍ سره حرکت وکړي. هغه د نوي کال په مناسبت وینا کي چي د نوي کال په شپه خپریږي وویل چي قدرت له یووالي  څخه رامنځته کیږي. دغه یووالی حتی په ماگدبورگ کي د کرسمس پر بازار تر برید وروسته هم څرگند سو.

شولڅ په جرمني کي له اوسیدونکو کسانو څخه وغوښتل چي د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۲۳ مه انتخاباتو کي گډون وکړي او په عین حال کي یې له انترنتي اغیزمنتیا څخه خبرداری ورکړ.

اړوند:په ماگدبورگ کي تر برید وروسته: پر مهاجرو د بریدونو زیاتوالی

د آلمان  صدراعظم په خپلې ثبت سوې وینا کي د ماگدبورگ مرگوني پیښې ته اشاره وکړه: «یوولس ورځي مخکي، شر په ناڅاپي توگه زموږ په ورځني ژوند کي راداخل سو. د ماگدبورگ د کرسمس په بازار کي له کرسمس مخکي یوه خوشحاله شپه له تصور څخه لیري په یوه ویرونکي خوب بدله سوه. موږ د دغه ظالمانه عمل پر وړاندي هک او حیران ولاړ یو.»

له سعودي عربستان څخه یو کس، په ماگدبورگ کي پنځه کسان ووژل او څه د پاسه ۲۳۰ نور یې زخمیان کړل.

Deutschland | Lagebericht aus Magdeburg nach Anschlag auf Weihnachtsmarkt
د آلمان په ماگدبورگ کی تر برید ورسته د قربانیانو په یاد د شمعو بلولانځور: Adarsh Sharma/DW

«د پیوستون هیواد»

شولڅ له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چي له ټپیانو سره یې مرسته کړې ده. هغه وویل:«په دغه وحشتناکه شپه پولیسو او مرستندویه ځواکونو په مسلکي توگه عمل وکړ، سره له دې چی ډېر یې په خپله تر شوک لاندي ول. له بازار څخه ډیریو لیدونکو هم په داوطلبانه ډول مرسته وکړه.»

شولڅ  د خپلو خبرو په دوام وویل: «موږ همدا ډول یوو. دا آلمان دی.» هغه زیاته کړه: «موږ د ټکر  هیواد نه یوو، حتی یو بل ته د نه پاملرنې هیواد هم نه یوو. موږ د پیوستون هیواد یوو. له دې کار څخه کولای سو قوت واخلو، په خاص ډول د دې په شان سختو وختونو کي.»

د آلمان د « بریالیتوب د کیسو» په دلیل هیله مندي

صدراعظم، اقتصادي وضعیت ته په کتو سره وویل چي ژوند لاپسي گران سوی دی او ډېر کسان د اوکراین پر وړاندي جگړې ته په اندیښنې سره گوري. شولڅ وویل، پر دغو اندېښنو سربیره د حیرانتیا ځای نه دی، چي خلک له ځانه وپوښتي چي د آلمان راتلونکی به څنگه سي. د هغه جواب دادی:«زموږ پیوستون، موږ قوي کوي.»

شولڅ په تیره بیا د نړۍ د دریم اقتصادي قوت په توگه د آلمان دریځ ته اشاره وکړه. د «بریالیتوب د کیسو» یوه برخه ډېر بهرني کارکوونکي دي چي د آلمانانو تر څنگ کار کوي. شولڅ همدارنگه د مسلک پرمختګ، ښو طبي اسانتیاوو، د ټولنیزو شریکانو سره نږدې گډ کار او په ورځني ژوند کي د داوطلبانه ونډې د فرصتونو یادونه هم وکړه.

اړوند:آلماني سوداګر او اتحاديې: سوريايي مهاجرو اقتصاد ته ګټه رسولې، باید پاته شي

Deutschland | Bundespräsident besucht Berliner Kältebusse
د جرمني صدراعظم د بې کوره کسانو سره د لیدنې کتنې پر مهالانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د خلکو پریکړه

شولڅ له خلکو وغوښتل چي له وخته مخکي هغو پارلماني ټاکنو کي گډون وکړي چي د سوسیال ډیموکراټانو، آزاد لیبرالانو او زرغون گوند څخه جوړ سوي ائتلافي حکومت تر ماتي وروسته ترسره کیږي. هغه وویل: «آلمان به څه ډول پرمخ ولاړ سي، دا به تاسي ددغه هیواد اوسیدونکي یاست چي پریکړه به کوی. دغه پریکړه د ټولنیزو رسنیو خاوندان نه کوي.» نوموړي د ایکس شبکې د خاوند، ایلان ماسک د نوم له یادولو پرته، د آلمان له پاره بدیل گوند (AfD) له پاره د هغه انتخاباتي تبلیغاتو ته اشاره وکړه.

شولڅ  زیاته کړه: «هیله مند یم چي ځانته اجازه ور نه کړو چي خلک یو د بل پر وړاندي راوپاروو.» هغه د خپلو خبرو په دوام، په ټولنیزو رسنیو کي هغو جعلي خبرونو او گونگوسو ته اشاره وکړه چي په انترنټ کي خپاره سوي ول. نوموړي وویل: «داسي یو څه موږ سره ویشي او کمزوري کوي.« هغه په عین حال کي ټینگار وکړ چي په هرځای کي چي د امنیتي چارواکو له خوا تیروتنه رامنځته سوې وي، دغه ډول پیښي به «و ارزول او اصلاح سي.»

هغه زیاته کړه چي په بحثونو کي کله ناکله داسي ښکاري چي «هر هغه څه چي لا افراطي وي، ډیره پاملرنه ځانته جلبوي.» خو «نه هغه کسان چي تر ټولو ډیر په لوړ آواز نارې وهي، بلکي اکثریت هغه معقول کسان دي چي دا پریکړه کوي چي آلمان مخکی څه ډول وو.»

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.