د نوبل جایزې ورځ، د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي زنداني ده
۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبهد ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده، په خپل هیواد کې بندي ده.
ویل کیږي د ۵۱ کلنې نرګس محمدي استازیتوب به په اوسلو کې د هغې میړه او دوه ماشومان وکړي.
هغې د سولې جایزه "په ایران کې د ښځو سره د ظلمونو پر وړاندې د مبارزې او د ټولو لپاره د بشري حقونو او ازادۍ د ودې لپاره ترلاسه کړه."
د ادبیاتو، طب، فزیک، کیمیا او اقتصاد لپاره د نوبل جایزې به د سویډن پاچا کارل ګوستاف لخوا په ستاکهولم کې ورکړل شي.
د سږ کال جایزې هره یوه یولس میلیونه سویډني کرون چې شاوخوا یو میلیون ډالره کیږي، ارزښت لري.
ګټونکي د اکتوبر په میاشت کې اعلان شوي وو او په دودیز ډول د جایزې د بنسټ ایښودونکي او سویډني کیمیا پوه الفریډ نوبل د مړینې په کلیزه ورکول کیږي، چا چې د ډینامیټ چاودېدونکو توکو په اختراع سره خورا لويه شتمني ترلاسه کړه.
نوبل له ۱۸۳۳ تر ۱۸۹۶ پوري ژوند وکړ، هغه د بشریت له پاره د لویو لاسته راوړنو په موخه پر دې جایزې ورکولو خورا لویه پانګونه کړې وه.