نرگس محمدي ته د نوبل جايزې پر ورکړه د ايران غوسه
۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبهد ایران یوشمیر چارواکو د نرګس محمدي له نوم اخيستلو پرته د بشري حقونو دغې پیژندل سوي فعالې ته د نوبل د سولې جایزې پر ورکولو خپله غوسه څرګنده کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د جمعې په ورځ د (اکتوبر پر۶ مه) په خپله شخصي ایکس پاڼه کې په يو پيغام کې د ایران د قدس ځواکونو پخوانی قومندان قاسم سلیماني «د نړيوالې سولې غوره سمبول» یاد کړی دی.
سلیماني د اروپا او امریکا د بندیزونو په لیست کې شامل وو او د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د بغداد په هوايي ډګر کې ووژل سو.
په سیمه کې د ایران د نیابتي ځواکونو پیاوړتیا، نظامي تحرکات او همدارنګه د بشار الاسد د دیکتاتور رژیم په څیر د رژیمونو ملاتړ د سلیماني کارونه بلل کیدل.
امیر عبدالهیان د قاسم سلیماني په جنازه کې د خلکو ګډون «د سلیماني په تاریخ کې ترټولو تلپاتې جایزه» بللي وه.
عبدالهيان دا وه نه ویل چې د قاسم سلیماني جنازه د حکومت په ملاتړ ترسره سوه او د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د «ښځې، ژوند او ازادۍ» په نوم د لاریونونو په ترڅ کې د پخواني وژل سوی قوماندان سلیماني ګڼ شمېر انځورونه او مجسمې د اعتراض کوونکو له خوا وسوځول سوې.
د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبدالهیان د لیکنې په غبرګون کې ډیریو کاروونکو هغه ته جوابونو ليکل شوي دي. د مثال په توگه دا يې ورته لیکلي دي چې د تاریخ په اوږدو کې په هېوادونو کې یو شمېر دیکتاتورانو لکه په روسیه کې د سټالین د حکومت جنازه هم د بې حسابه خلکو په حضور کې سوې وه.
موږ یې غندو؛ او دا سیاسي کار دی
د ایران حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نرګس محمدي داسي یاده کړله چې «په پرله پسې توګه له قوانینو څخه د سرغړونې او جنایي کړنو په ترسره کولو محکومه سوې ده ».
ناصر کنعاني د دغې معتبرې نړیوالې جایزې ورکول «یو طرفه سیاسي کړنه او د ایران په وړاندې د لویدیځو هیوادونو له لوري د فشار یوه بله کړۍ » وبلله او هغه یې وغندله.
کنعاني د دغې جایزې ورکول «د ځینو اروپايي هیوادونو د مداخلې او د ایران پر ضد د سیاستونو له مخې یو سیاسي اقدام» وباله.
نرګس محمدي؛ د بشري حقونو په لاره کې هوډمنه فعاله
نرګس محمدي د ۱۳۵۱ کال د غوايي په میاشت کې د زنجان په ښار کې زېږېدلې ده. هغه د اویایمې لسیزې په نیمایي کې په مطبوعاتو کې کار پیل کړ او د بشري حقونو ، ټولنیزو مسایلو سربیره یې په ځانګړي ډول د ښځو او زده کونکو په برخه کې ډیری مقالې لیکلي دي.
هغه د بشري حقونو په مسلو کې ډیر تمرکز کاوه او د بشري حقونو د مدافع ټولنې غړی سوه. د دې ادارې مشري شیرین عبادي کوي.
شیرین عبادي د نوبل د سولې جایزې یوه بله ایرانۍ ګټونکې ده ، عبادي دغه معتبره نړیواله جایزه په ۲۰۰۳م کال کې ترلاسه کړي وه .
نرګس محمدي په تېرو څو کلونو کې څو ځلې د بشري حقونو د فعالیتونو له امله د دولت له لوري نیول سوې او اوس هم په زندان کې د بند شپې او ورځي تیروي.
هغه په ۲۰۱۹ م کال کې تهران ته د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د همږغې کوونکې کاترین اشټن د سفر پر مهال ، له دغې اروپايي چارواکې سره کتلي وو او له هغه وروسته د حکومت له لوري ونیول سوه.
په دغه قضیه کې نرګس محمدي ته د ایران د یوې محکمې د قاضي سلواتي له خوا د ۱۶ کاله بند سزا واورل سوه ، او د سزا ۱۰ کاله یې د تطبیق وړ اعلان سول.
نرګس محمدي چې د وروستیو لسو کلونو ډېره برخه یې په زندان کې تېره کړې، د خپلې ازادۍ په لنډه موده کې یې د عدالت غوښتونکو او سیاسي زندانیانو سره همږغي سوه .
هغه اوس د ایران د ایوین په زندان کې زنداني ده، هغې په وروستیو څو میاشتو کې څو ځلې د بندیانو د وضعیت په اړه د لیکونو په خپرولو سره د سیاسي زندانیانو او د «ښځې، ژوند، ازادۍ» په نوم لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او خشونت خبر ورکړی و.
ص.ذ/ا.ا