1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو مشر روټه: پر شولڅ د زيلنسکي نيوکه غيرعادلانه ده

۱۴۰۳ دی ۳, دوشنبه

د ناټو عمومي منشي، مارک روټه د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ ننګه کړې ده. روټه پر شولڅ د زيلنسکي نيوکه غيرعادلانه بللې ده.

https://p.dw.com/p/4oVrb
د ناټو عمومي مشر، مارک روټه په هنګري کې
د ناټو عمومي مشر، مارک روټهانځور: Bernadett Szabo/REUTERS

د ناټو عمومي منشي مارک روټه، وویل چې د اوکراین ولسمشرولودیمیر زيلنسکي، لخوا د آلمان پر صدراعظم اولاف شولڅ، باندي ځيني وختونه سختې نيوکې عادلانه نه دي. د ناټو د مشر د څرګندونو په تړاو د آلمان خبري آژانس راپور ورکړی دی.

که څه چې آلمان د اوکراین یو مهم متحد دی، خو د اوږده واټن ویشتونکي «تاوروس» کروز توغندیو د ورکړې په اړه یې ځنډ په کېف کې د ناهیلۍ لامل شوی دی. اوکراين په داسې حال کې د اوږد واټن ويشتونکو توغنديو ته سخته اړتيا لري چې د اوږده واټن او په قوي وسلو سمبال دښمن سره په جګړه کې بوخت دی.

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۳) د روټه له يوې مرکې څخه د هغه نقل قول راوړی چې پکښې د ناټو عمومي مشر ويلي دي: «ما زيلنسکي ته څو ځله ویلي دي چې هغه باید پر اولاف شولڅ، نیوکې بندې کړي، ځکه چې زما په اند دا غیر عادلانه دي».

روټه همدارنګه ويلي دي چې د شولڅ برخلاف، دی پخپله دې ته چمتو دی چې اوکراین ته «تاوروس» کروز توغندي ورکړي او د دوی د استعمال لپاره به کوم محدودیت هم ورته نه وټاکي.

روټه زياته کړې: "په عمومي ډول موږ پوهېږو چې دا وړتیاوې د اوکراین لپاره ډېرې مهمې دي." خو نوموړي دا هم څرګنده کړه چې دا د ده پرېکړه نه ده چې متحدین څه وسایل ورکړي.

په نومبر میاشت کې د شولڅ، لخوا د روسیې د مشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني اړیکې وروسته، زيلنسکي وویل چې دې اړیکې د یو "پاندورا صندوق" پرانیستی دی چې د روسيې د مشر د انزوا او د یوې "عادلانه سولې" له لارې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅې يې کمزورې کړې. د «پاندورا صندوق» پرانيستل د زيان رسولو معنی ورکوي.


 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.