شولڅ غواړي «ژر» له پوتین سره د اوکراين په اړه خبري وکړي
۱۴۰۳ آبان ۲۱, دوشنبهد آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دغه هيواد د ARD تلویزیون د یکشنبې ماښام پروګرام (سنډې ایونینګ ټاک شو) کې وويل: «هو، ما دا اراده کړې ده چې د روسیې له ولسمشر سره په یو مناسب وخت کې خبرې وکړم.»
شولڅ، زیاته کړه: «خو زه یو مسئوليت پزيره سیاست وال یم، دا زه په یوازې سره نه کوم.» اولاف شولڅ، وویل چې له پوتین سره د خبرو له پاره اړتیا ده چې له یو شمېر ګوندونو سره اړيکې او خبرې اترې وشي. همدارنګه له اوکراین سره هم پر وضعیت بحث وشي.
شولڅ، د دې پوښتنې په ځواب کې چې له پوتین سره د خبرو مناسب وخت به کله وي، وويل: «ډېر ژر.»
نوموړي ټينګار وکړ چې په دې برخه کې مهمه ده چې دغه ډاډ موجود وي چې «اوکراین پر موږ او نورو باور وشي کړای او د يوازې پرېښودو اندېښنه ونه لري. بل دا چې موږ د دغه جنګ د شدت د مخنیوی له پاره هر څه کولی شو.»
د آلمان صدراعظم وویل «یقیناً، موږ باید وګورو چې څه لارې چارې موندلی شو، دا چې دغه جنګ به د تل له پاره ادامه ولري او یا ېې د پای ته رسولو لارې پیدا کولی شو.»
شولڅ، د اکتوبر میاشتې په منځ کې هم ويلي ول چې لیواله دی په اوکراین کې د یوې عادلانه سولې د تامین له پاره له پوتین سره خبرې وکړي. هغه دغه خبرې وروسته له هغې وکړې چې د کریملین ویاند ديمیتري پسکوف، روسي رسنیو ته ویلي ول چې پوتین د آلمان له صدراعظم سره خبرو اتر ته چمتو دی.
خو شولڅ، په جون میاشت کې ويلي ول چې هغه به په راتلونکې کې له پوتين سره خبرې ونه کړي، الی په هغه صورت کې چې د خبرو له پاره يو مشخص منطقي څه موجود وي.
روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبروري مياشت کې پر اوکراین پوځي يرغل وکړ. د آلمان صدراعظم د روسیې له ولسمشر سره په وروستي ځل د همهاغه کال په دسمبر کې تليفوني خبرې وکړې. هغه په دغه اړیکه کې له اوکراینه د روسي ځواکونو د اېستلو او د اوکراین کشالې ته د یوې ديپلوماتيکي حل لارې د موندلو پر سر غږېدلی وو.
(dpa)mks/nz