ترمپ و پوتین ته ويلي «په اوکراین کې جګړه مه پراخوئ»
۱۴۰۳ آبان ۲۱, دوشنبهواشنګټن پوست ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی وو چي د امريکا نوي انتخاب شوي ولسمشر دونالد ترمپ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تليفوني خبري کړي او هغه ته يې ويلي ول چي په اوکراين کي جګړه نوره مه پراخوئ.
د کريملين وياند ديميتري پيسکوف، د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي دا «په بشپړ ډول غلط معلومات» دي او دا چي د هغوی [ترمپ او پوتين] ترمنځ هيڅ تليفوني خبري نه دي شوي.
هغه زياته کړه: «دا د معلوماتو خپرولو د کيفيت تر ټولو څرګنده بېلګه ده چي ځيني وختونه يې حتی نسبتاً معتبري رسنۍ خپروي.»
رویټرز خبري آژانس او واشنګټن پوست ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د نوومبر ۱۰) ماښام د باخبره سرچینې په حواله د پنجشنبې په ورځ ددونالد ترمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د شویو تلیفوني خبرو اترو رپوټ ورکړی دی.
ترمپ د دې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې پوتین ته سپارښتنه کړې ده چې «په اوکراین کې د تشنج د زیاتیدو مخه ونیسي.»
دغې تلیفوني اړیکې وروسته له هغې صورت نیولې دی چې د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په سوچي ښار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امریکا په ټاکنو کې د بریا له پاره دونالد ترمپ ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې مسکو د امریکا منتخب ولسمشر سره خبرو اترو ته اماده دی.
یادې سرچینې رویترز ته ویلي دي چې دغه خبرې اترې په داسې یوه وخت کې شوي دي چې د امریکا اوسنی ولسمشر غواړي ترمپ قانع کړي چې د کیف ملاتړ ته دوام ورکړي.
ترمپ په وروستیو ټاکنو کې تر بریالیتوب دمخه اوکراین ته د امریکا د پوځي او مالي مرستو پر کچې نیوکه کړې وه او ژمنه یې کړې وه چې ژر به جګړه پای ته ورسوي. خو دا چې څنګه غواړې دغه جګړه ختمه کړي، جزئیات يې نه دي ورکړي.
واشنګټن پوسټ په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې د اوکراین حکومت د ترمپ او پوتین د تماس په اړه په جریان کې اچول شوی و او اوکراین په دې برخه کې مخالفت نه و کړی؛ خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع رد کړې ده.
د ترمپ د ارتباطاتو د دفتر مشر ستیون چونګ، ویلي دي چې د امریکا د منتخب ولسمشر د تلیفوني اړیکې په اړه نه غواړي خپل نظر څرګند کړي. په واشنګټن کې د روسیې سفارت هم په دې برخه کې د رویترز پوښتنه نه ده ځواب کړې.
دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، سره هم تلیفوني خبرې کړې وې.
ترمپ ته د بایدن بلنه
د رویترز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر جو بایدن به د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۳نېټه) په سپينه ماڼۍ کې له ترمپ سره وویني.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، ویلي دي چې په دې لیدنه کتنه کې به د نورو ترڅنګ د واک سوله ایز لیږد ته د ژمنتیا، منځني ختیځ او د اوکراین د وضعیت په اړه خبرې وشي.
سالیوان همدارنګه ټینګار کړی دی چې بایدن به د راتلونکو ۷۰ ورځو په جریان کې هڅه وکړي چې کانګرس او د امریکا راتلونکی حکومت قانع کړي چې د اوکراین د ملاتړ ختمول به په اروپا کې د لازیاتې بې ثباتۍ سبب شي.
ترمپ تیر کال ویلي ول چې په سپینه ماڼۍ کې د هغه د موجودیت په صورت کې به پوتین هیڅکله هم پر اوکراین برید نه وای کړی. نوموړي حتی مطرحه کړې وه چې اوکراین ممکن له خپل یو شمیر سیمو څخه تیر شي، څو سولې ته ورسیږي. خو اوکراین او بایدن دغه دریځ رد کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، اعلان وکړ چې په بیړه د جګړې پای ته رسولو له پاره د ترمپ د پروګرام پر جزئیاتو نه دی خبر او باور لري چې دا کار به د اوکراین له خوا د لویو امتیازاتو ورکول له ځان سره ولري.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز