د فرصت کارت له لارې۲۵۰۰ کسانو د آلمان ویزې ترلاسه کړې
۱۴۰۳ آبان ۵, شنبهد یوې مودې را په دیخوا آلمان له غیر اروپايي هیوادونو څخه د مسلکي کارمندانو د جذبولو لپاره "د فرصت کارت" یا »شانسن کارته« په نامه یو پروګرام معرفي کړ.
په المان کې د کاري فرصت ویزې په مرسته کار کول د نورو مهاجرتي ویزو په څیر کاري قرارداد ته اړتیا نه لري.
وروسته له هغه چې د فرصت کارت په نامه دمسلکي کارګرو د جذب پروګرام د روان کال د جون په پیل کې پیل شو، شاوخوا ۵۵۰ کسانو په آلمان کې د کار موندلو لپاره له دې لارې د المان ویزې تر لاسه کړي.
په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۷ مې نیټې پورې د فرصت کارت د نوي مقررې په لړ کې شاوخوا ۲۵۰۰ ویزې صادرې شوې دي. په دې اړه آلمانۍ ورځپاڼي «بيلډ» لا دمخه یو رپوټ خپور ورکړی وو.
د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایې هند د ۷۸۰ کاري فرصت ویزي په لرلو سره په لومړي مقام کې دی، او ورپسې بیا چین، ترکیه او پاکستان یاد شوي دي.
د فرصت د کارت شرایط
د "فرصت کارت" له لارې د آلمان د ویزې ترلاسه کولو لپاره اړین شرط لږ تر لږه دوه کلنې مسلکي زده کړې چې په اصلي هیواد کې پیژندل شوي وي، یا د اړونده پوهنتون سند، او په آلماني یا انګلیسي ژبه تسلط شامل دي.
علاقمندان، د ژبې د پوهې، کاري تجربې، عمر او له آلمان سره د تړاو پر بنسټ، نمرې یا پواینټونه ترلاسه کوي چې دوی ته اجازه ورکوي چې د "فرصت کارت" له لارې د آلمان ویزې ترلاسه کړي.
دا چې آلمان د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی، هر هغه څوک چې کافي درجې یا نمرې په خپل مسلک کې ولري کولی شي آلمان ته راشي او بیا د یوه کار په لټه کې شي. په خاصو شرایطو کې د دوو کلونو له پاره د یوه کس د ویزې غځولو چانس هم موجود دی.
(dpa) H/A A/SH