1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني له کولمبیا سره د مسلکي کارگرو په هکله تړون لاسلیکوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله، آلمان له کولمبیا سره د کډوالۍ یوه تړون لاسلیک کولو د یوه توافق له پاره موافقه کړې ده. آلمان غواړي د مسلکي کارګرو د راوستلو لپاره له مختلفو هیوادونو سره دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/4koxz
آلمان له وړاندې نه دغه راز تړونونه له هندوستان، ګرجستان، کینیا، ازبکستان او مراکش هیوادونو سره لاس لیک کړي دي.
آلمان له کولمبیا سره د کډوالۍ یوه تړون لاسلیک کولو د یوه توافق له پاره موافقه کړې ده. انځور: Michael Gottschalk/photothek/imago images

د آلمان  د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «موږ غواړو د ناامیده پناه غوښتنې د لارو چارو مخنیوی وکړو او په دوامداره توګه د هغو کسانو د بیرته اخراج بهیر عملي کړو چې په آلمان کې د پاتېدو حق نه لري.

فیزر زیاته کړې ده چې په عین وخت کې موږ په آلمان کې په مختلفو برخو کې د هغو مسلکي کارګرو د جذب له پاره چې موږ ورته عاجله اړتیا لرو، روزنیز او تعلیم فرصتونه برابروو.

آلمان له وړاندې نه دغه راز تړونونه له هندوستان، ګرجستان، کینیا، ازبکستان او مراکش هیوادونو سره لاس لیک کړي دي. د دغه تړونونو پر اساس د نورو موضوعاتو ترڅنګ به د هغو کسانو اخراج هم اسانه شي چې په آلمان کې د پاتېدو حق له لاسه ورکوي.

د حکومتي شمیرو له مخې آلمان ته زیاتره راغلي کډوال د سوریې، افغانستان او ترکیې هیوادونو اتباع دي. آلمان په دې وروستیو کېافغانستان ته د ۲۸ مجرم  کډوالو یوه ډله هم اخراج کړه، داسې اقدام چې په آلمان کې ګڼ شمیر د مهاجرو سازمانونو ورباندې تندې نیوکې وکړې.

آژانسونه، خ.ح / ن.ز