د فرانسې پارلمان ته د حجاب سره ورننوتلو پر سر شخړه
۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبهپه داسي حال کي، چي د جمهور ريیس ایمانویل مکرون حکومتي ګوند، LREM او محافظه کاره جمهوري غوښتونکو ګوند وکیلانو د جمعې په ورځ دغه راڅرګندونه یو شوک وباله او هغه یې د «وسله والي اسلامسټۍ» یوه علامه وبلله، خو بیا د حکومتي ګوند یو تعداد نورو سیاستمدانو او زرغون ګوند په پارلمان کي د حجاب د ممانعت پر ضد اظهارات کړي دي.
هغوی دې ته اشاره کړې ده، چي په فرانسه کي په عامه محضر کي ښکاره مذهبي سمبولونو ته اجازه سته. د دې برعکس بیا په مکتبو کي د ۲۰۱۴ م کال راهیسي د دین او دولت د جلاوالي په سبب حجاب کولو ته اجازه نه سته.
د فرانسې د محصلینو د یوې لويي اتحادیې،UNEF استازې، مریم پوجتو د تیري سه شنبه په ورځ(د سپټمبر ۱۷ مه) د فرانسې په ولسي جرګه(ملي مجلس) کي د کرونا پانډمي په اړه د سوال او جواب د اوریدو پر وخت په حجاب کي ورننوتله. په حجاب کي د هغې د ورننوتو په احتجاج کي د پارلمان یو تعداد وکیلان له تالار څخه ووتله.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د فرانسې د ولسي جرګې مقررات د جروبحثونو پر وخت تراوسه پوري په صلیبي نښانونو یا حجاب سره ورننوتلو ته اجازه ورکوي. تر دې پيښي وروسته ډیرو وکیلانو اوس د هغه د ممانعت غوښتنه کړې ده.
اړونده موضوع:د آلمان يوې محکمې په ښوونځي کې پر نقاب بندیز رد کړ
محافظه کاره وکیل ایریک ګیوتي په خپل تویتر کي لیکلي دي،:«ولسي جرګه نه باید د وسله والو اسلامسټانو د راڅرګندیدو ځای وګرزي.» د جمهورريیس ایمانوییل مکرون د حکومتي ګوند وکیلې، انه-کریستینا لنګ حجاب پر ښځو «د فشار یوه علامه » وبلله.
زموږ له آرشيف څخه: