د آلمان يوې محکمې په ښوونځي کې پر نقاب بندیز رد کړ
۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سهشنبهد هامبورگ يوې محکمې په خپله يوه پريکړه کې د ښوونې او روزنې ایالتي ادارې هغه خبره رد کړې ده چې ويلي یې ول چې زده کوونکې دې په ښوونځي کې نقاب نه اغوندي. محکمې د دوشنبې په ورځ په خپله پریکړه کې زياته کړې چې د دولتي قوانینو له مخې چارواکي دغه ډول بندیز نه شي لگولی.
خو دا پريکړه ظاهراً د يوه جنجال لامل شوې ده او د ځينو کړيو له نظره اوس وخت رارسیدلی دی چې حکومت پر دې قوانينو له سره غور وکړي.
د ښوونې او روزنې سره تړاو لرونکي يوه سناتور تاییز رابه په ښوونځيو کې د نقاب يا مخ پټولو په قوانینو کې د بدلون غوښتنه کړې وه، او ويلې یې دي چې هغه به هم د دې له پاره هلې ځلې وکړي. هغه وويل: «که ستاسو کلتور او يا مذهب هر څه وي، په ښوونځي کې خو هر څوک خپل مخ ښکاره کوي.»
د هغه په خبره په ښوونځي کې ټولو ماشومانو ته بايد په برابرۍ سره د درس د زده کړې موقع ورکړل شي خو که د يوه ماشوم مخ په بشپړه توگه پټ کړای شي نو له وجې یې د ښوونې او روزنې عمل اغیزمنيدای شي.
پر چادري بحث
په آلمان کې د معارف په اړه قوانين د ايالتونو پر ځای په دولتي سطح جوړيږي. په ټولگي کې د مخ پټولو پر موضوع په ټول آلمان کې بحثونه دوام لري.
د آلمان محافظه پال مسيحي ديموکرات، ليبرال ديموکرات، او د ښی اړخه (د آلمان له پاره بديل گوند) سياستوالو په ماضي کې پر نقاب او چادري د بندیز له پاره غږونه پورته کول. خو د آلمان د زرغون گوند ځیني سياستوال بيا د دې ډول بندیز سره کلک مخالفت لري خو ځينې یې بيا د دې پلويان هم دي.
په ۲۰۱۸م کال کې د نارد راين ويستفالن ایالت په ښوونځيو کې د هغو نجونو د حجاب په کولو چې عمرونه یې تر۱۴ کلنې کم دي، د بندیز لگولو له هڅو سره سخت مخالفت شوی وو.
bs/nz (dpa, afp)
زموږ له آرشيف څخه: