د شمالي کوریا توغندی چې جاسوسي سپوږمکۍ یې لېږدوله را لوېدلی
۱۴۰۲ شهریور ۲, پنجشنبهد شمالي کوريا ليږدونکی توغندې چې په پام کې ده فضا ته يوه جاسوسی سپوږکۍ وليږدوي، لومړې او دويم پړاو يې پرته له کومې ستونزې پر مخ تللې دې. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د ناکامې هڅې په اړه راپور ورکړ: د «مالګیونګ -۱» کشفي سپوږمکۍ په بار وړونکی راکټ کې ځاي پر ځای شوي او د پنجشنبې په شپه د پیونګان ولایت په شمال کې د راکټ توغولو له ځای څخه وتوغول شوه.
يو سړي په ځنگلي ټاپو کې په سمندر کې د شمالي کوريا د توغولو لړۍ ليدلې ده.
له هغې وروسته، په هر حال د دریم راکټ پړاو د پروپلشن سیسټم کې تخنیکي ستونزه وه، چې له امله یې فضا ته د الوتنې پلان ناکام شو.
دتوغندي توغول په جاپان کې د بیړني خبرتیا لامل شو
د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې دوی د توغندي توغولو بهير څارلی او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دا یو غلط ازمایښت و. په جاپان کې، د راکټ توغول په سیمه ایز وخت د سهار ۴ بجو څخه لږ مخکې بیړنۍ خبرتیا رامنځ ته کړه.
د اوکیناوا په سویل کې له اوسیدونکو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پناه واخلي. له خبرتیا شاوخوا شل دقیقې وروسته د جاپان حکومت اعلان وکړ چې توغندی ارام سمندر کې رالويدلی او خبرداری یې لرې کړی دی.
تر دې یوه ورځ مخکې شمالي کوریا د جاپان ساحلي ګارد ته خبر ورکړی و چې د اګست له ۲۴مې او ۳۱ مې تر منځ د یوې بلې پوځي سپوږمکۍ د توغولو پلان لري.
د جاپان د کابینې مشر شیف هیروکازو ماتسونو وویل چې د توغندیو تکرار د سیمې امنیت ته ګواښ دی. هغه په جاپاني ټلویزیون کې وویل: «موږ به په کلکه احتجاج وکړو او په سختو ټکو کې به شمالي کوریا وغندو.» د راکټ ځینې برخې ارام سمندر ته ولوېدلې.
په پیونګ یانګ کې رژیم لا دمخه د می پر ۳۱ نېټه فضا ته د جاسوسي سپوږمکۍ لیږلو توغندي لومړۍ هڅه ناکامه شوی وه. سپوږمکۍ لانچر "Cheollima-1" له توغولو لږ وروسته په سمندر کې ولوېده. د سویلي کوریا ځواکونه وتوانیدل چې د هغې ځینې برخې وژغوري او د متحده ایالاتو سره په ګډه ارزونه کې دې پایلې ته ورسیدل چې د کشف دا سپوږمکۍ «د نظامي فعالعیت له پاره» کار نه ورکوي.
د شمالي کوریا جاسوسي سپوږمکۍ په سمندر کې لوېدلې ده
د کارپوهانو په وینا، د فضایي توغندیو او« ICBMs »ټیکنالوژي لږ توپیر لري. امریکا او متحدین یې، سويلي کوریا او جاپان له همدې امله په مۍ میاشت کې د توغندي ناکامه ازموینه غندلې وه.
شمالي کوریا په اکتوبر میاشت کې د دریم ځل له پاره د توغندیو د توغولو پلان لري. د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا د هر ډول بالیستیک توغندیو له ازمویلو منع کوي. سره له دې د دولتي خبري اژانس«کا سی ان آ» په وینا، شمالي کوریا په اکتوبر میاشت کې په مدار کې د سپوږمکۍ د ځای پر ځای کولو له پاره دریمه هڅه کوي.