«د خپلو وطنوالو د وینې غچ اخلو»
۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبهد چهارشنبې په ورځ د ارگ مخې ته د پراخ لاریون پر مهال د ځینو شعارونو په ترڅ کې پر حکومت او په ځانگړې توگه پر ولسمشر او اجرائیه رئیس باندي نیوکې وشوې، چې د برمته شوو کسانو پر آزادولو نه دي توانیدلي.
افغان ولسمشر د «افراطي جنایتکارو عناصرو» په لاس د افغانانو د سر پریکولو په هکله خپله ژوره خواشيني وښووله او زیاته یې کړه: «زموږ دښمنان غواړي چې د داسې پیښو په رامنځ ته کولو سره چې قومي او سیمه ییز رنگ ورکړي یووالی او ورورگلوي له موږه واخلي.»
اشرف غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «یووار بیا ستاسو سره خپله ژمنه تکراروم چې موږ به له داعشیانو، طالبانو او د بلې هرې تروریستي ډلې چې په دغسې جنایاتو کې شریکه وي، د خپلو شهیدانو د وینې غچ واخلو.»
افغان ولسمشر مسوولینو ته لارښوونه کړې ده چې د دغو اوو کسانو د سر پریکولو عاملین وپیژني، ویې نیسي او په سخته جزا یې ورسوي.
اشرف غني په خپله دغه بیانیه کې د برمته شوو کسانو د آزادولو په برخه کې د بې کفایتۍ تورونه رد کړل او ویې ویل چې لار ښوونه یې کړې وه چې د دغو کسانو د خوندیتوب او آزادیدو له پاره ټولې ممکنې هڅې وشي.
محمد اشرف غني روښانه کړې ده چې دوه وارې د برمته شوو کسانو د آزادیدو له پاره عملیات وشول او «دښمن په دې موده کې تر ۵۶ وارې زیات برمته نیونکي په نورو ځایونو کې ځای پر ځال کړل، څو د ځواکونو د لاس رسي او عملیاتو له پوښښ څخه لیرې وي.»
خو له دې سره سره هم د ارگ د دروازو تر شا لاریون ادامه لري. احتجاج کوونکي وایي چې تر څو یې غوښتنو ته ځواب نه وي ویل شي، همدلته به پاته شي.