داعش په زابل کي له ۷ تنو سرونه پرې کړي دي
۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبهد زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال غلام جيلاني فراهي د يکشنبې په ورځ ويلي دي چي پوليسو د قربانيانو جسدونه موندلي دي.
وژل سوي کسان د اکتوبر مياشتي پر لومړۍ نېټه د غزني ولايت د گيلان ولسوالۍ له رسنه سيمي څخه تښتول سوي ول.
فراهي ويلي دي: «د داعش جنگيالیو دغه کسان په ډېري بې رحمۍ وژلي دي. د هغوی جسدونه اوس د شاه جوی ولسوالۍ روغتون ته انتقال سوي دي.»
فراهي ويلي دي چي وژل سوي کسان هزارگان دي او پوليس اوس د پيښي په اړه پلټني کوي. په ټولنيزو رسنيو کي خپاره سوي انځورونه ښيي چي د وژل سوو کسانو غاړي پرې سوي دي.
د جاغوري ولسوال ظفر شريف، هم تائيد کړې ده چي وژل سوي کسان د غزني ولايت اوسېدونکي ول او د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کي وژل سوي دي.
تيره ورځ د زابل ولايت چارواکو په دغه ولايت کي د طالبانو ترمنځ د جگړې خبر ورکړ. ويل کيږي چي په دغه جنگ کي د ملا رسول ډله چي اوس ځان له طالبانو بېل گڼي له داعش سره يو ځای سوې ده.
د زابل د والي وياند گل اسلام سيال ويلي دي چي جنگ اوس د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ دئ: «دا چي ولسوالي د طالبانو په کنترول کي ده موږ نسو ويلای چي يرغمل سوي کسان کومي ډلي وژلي دي.»