1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جبل السراج د سمنټو په فابریکه کې د قطر پانګونه

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبه

د طالبانو ادارې مسؤلین وایي، یو قطري شرکت به له دوو افغان شرکتونو سره په ګډه د سمنټو په دې فابریکه باندې ۲۲۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

https://p.dw.com/p/4XSRy
Jabal al-Sarraj Cement Factory
انځور: National Development Corporation (NDC)

 

د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر ۱۲) د یوه قطري او دوو افغاني شرکتونو سره د جبل السراج د سمنټو فابریکې د قرارداد د لاسلیک کولو خبر ورکړ.

د دغه وزار ویاند همایون افغان دویچه ویله ته وویل چې د قطر يو شرکت به له دوو افغان شرکتونو سره په ګډه د سمنټو په دې فابریکه باندې ۲۲۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

نوموړی وویل: «نن د قطر او یوه افغاني شرکت سره د جبل السراج د سمنټو فابریکې قرارداد لاسلیک شو. دا قرارداد د ۳۰ کلونو له پاره دی او ۲۲۰ میلیونه ډالرپانګونه بهپکې کیږي.»

افغان وایي، د دې قراردادله مخې به د جبل سراج د سمنټو فابریکه په کلني ډول د یو نیم میلیونه ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

هغه زیاتوي: «دا فابریکه په ورځني ډول د پنځه زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري او په کلني ډول به شاوخوا یو نیم میلیونه ټنه سمنټ تولیدوي.»

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

مسؤلین وایي، په دې فابریکه کې به پنځه زره افغان کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د رسمي معلوماتو له مخې، د جبل السراج د سمنټو فابریکه د یو سهامي شرکت په توګه په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې د ۴۰میلیونه ابتدايي پانکې په درلودو سره تاسیس شوې ده.

د ملي پراختیا دولتي شرکتپر خپله ویبپاڼه لیکلي دي چې د جبل السراج د سمنټو فابریکې پخوا د سمنټو په برخه کې ټولې داخلي اړتیاوې پوره کولې او تر څنګ یې ایران او پاکستان ته هم سمنټ صادرول.

«د اوبو د زیرمو، سړکونو، دولتي ودانیو، پلونو او پلچکونو او کارخانو د جوړولو په څیر، ټولو ملي پروژو ته د سمنټو لومړنۍ عرضه کوونکې فابریکه وه او همداراز ېې په ګاونډ کې ایران او پاکستان ته سمنټ صادرول.»

دغه ویبپاڼې لیکلي دي چې د دې فابریکې ډېري وسیلې او کاري ټکنالوژۍ له چکسلواکیا او وروسته بیا له جرمني، روسیې او نورو هیوادونو څخه پیرودل کیدې.