په افغانستان کې د هند لسګونو پروژې له خطر سره مخامخ دي
۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبهد هند د بهرنیو چارو وزیر یوې پارلماني غونډې ته ویلي دي چې په افغانستان کې د موجود سیاسي او امنیتي وضعیت له کبله هلته د هند په مرسته پیل شوو ډیر شمیر پروژو ته شدیده ضربه رسیدلې ده او له مختلفو چلنجونو سره مخامخ دي.
د واکمن بی جي پي پارلماني استازي پي پي چودهري په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت پارلماني کمیټۍ ویلي دي چې د افغانستان له پاره په مالي مرسته کې کمی رامنځته شوی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوه وینا کې ویلي دي چې د پارلماني کمیټۍ نظرونه یي له ځان سره نوټ کړي دي او د حلولو هڅه یي کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپل رپوټ کې ویلي دي: «په دې اړه پر مختلفو وړاندیزونو کار پیل شوی دی. په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت له کبله د دغو پروژو عملي کیدو ته ضربه رسیدلې ده.»
افغانستان کې د هند مهمې پروژې
هند د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په بیلابیلو برخو کې تر ۵۰۰ ډیرو پروژو کې مرسته کوي. په دوی کې ډیر شمیر پروژې د ځانګړي اهمیت درلودونکي دي.
افغانستان کې د هند د پانګونو راتلونکی به څه وي؟
هند چې د افغانستان په لویو پروژو کې مرسته کوي په هغو کې د دغه هیواد له تر ټولو سترو بندونو څخه یو هم د سلما بند پروژه ده. دا په دې سیمه کې د هند تر ټولو قیمتي پروژه ده. هند پر دې پروژې ۲۷۵ میلیونه ډالره مصرفوي. د دې بند تر بشپړیدو وروسته به په هرات ولایت کې لسګونو زره کورنیو ته اوبه او بريښنا ورسیږي.
په هند کې د افغانستان پر امنیت خبرې، آیا یوه چټک بدلون ته تمه شته؟
د هند لومړي وزیر نریندر مودي د افغانستان د هغه وخت له ولسمشر محمد اشرف غني سره یوځای په ۲۰۱۶م کال کې د دغه بند د پروژې پرانیسته کړې وه. د دې بند د جوړیدو له پاره ۱۰ کاله وخت په پام کې نیول شوی و، خو اوس دا خبره یو څه ستونزمنه ښکاري.
هند د ایران سرحد ته نږدې ۲۱۸ کیلومتره اوږد د زرنج دلارام لویه لاره هم جوړه کړې ده چې ۶۰۰ میلیونه هندي روپۍ پرې لګښت راغلی و. دا د هندي پوځ پورې اړوند یوه سازمان «بارډر روډ ارګنایزیشن» جوړه کړې وه.
همدارنګه هند د افغانستان د پارلمان پر ودانۍ نږدې ۹۰ میلیونه ډالره مصرف کړې دی چې د دې جګړه ځپلي هیواد له پاره د هند له خوا تحفه یا سوغات بلل شوی و. لومړي وزیر نریندر مودي په ۲۰۱۵م کال کې دغه ودانۍ افتتاح کړې وه.
افغان هندوانو او سيکانو ته د هند تابعيت ورکول کیږي؟
په کابل کې د ماشومانو له پاره د اندرا ګاندهي انستیتوت روغتون هم د هند په مالي همکارۍ فعالیت کوي. د چابهار بندر هم د هند له مهمو تعمیراتي پروژو څخه یوه ده.
کارپوهان څه وایي؟
د بهرنیو او ستراتیژیکو چارو کارپوه ډان میک لین ګل، په خپل یوه مضمون کې لیکلي دي چې په افغانستان کې اوس د هند ډیر څه له خطر سره مخامخ دي. هند هلته له مواصلاتي پروژو نیولې بیا د انرژۍ امنیت او د ترهګرۍ ضد فعالتونو پر پروژو کار کوي.
د میک لین، په وینا هند د افغانستان د ولس د هوساېنې له پاره ډیره زیاته پانګونه کړې ده او په داسې یو وخت کې باید له طالبانو سره چې اوس په واک کې دي د اوږدمهاله همکارۍ په هکله غور وکړي، که هغه د طالبانو حکومت په مستقیم ډول په رسمیت پيژني او که یې ونه پيژني.
نوموړي زیاته کړې ده چې نوی ډهلي د خپلو ستراتیژیکو اړتیاو په پام کې نیولو سره له طالبانو څخه جلا کیدلی نه شي.
آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا