د رینا امیري او د قطر د بهرنیو چارو وزیرې لیدنه
۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبهمېرمن امیري همدا راز ویلي دي چې، په دې کتنه کې يې د پوهنې او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې دافغان ښځو او نجونو پر رول او ملاتړ خبرې کړي دي.
بل لور د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې مېرمن الخاطر د افغان ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړې استازې رینا امیري سره او د افغانستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره یې کتلي دي.
په دغه خپرپاڼه کې راغلي ول چې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا، د دوحې په کوربه توب د امريکا او افغانستان د غونډو پر پايلو او له افغانستان سره د روغتيا، پوهنې او اقتصاد په برخو کې د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په قطر کې د طالب مشرانو او د افغانستان له پاره د امریکا ځانکړو استازو ترمنځ خپلمنځي ناستې روانې دي.